د لاس رسي وړ اتصالات

اسفنديار: مشرف غوښتل په کرزي د ډیورنډ کرښه ومني


د عوامي نيشنل گوند مشر وایي چې د ډیورنډ کرښه د پښتنو په سينه راکښل شوې ده چې هيچا ته د منلو وړ نه ده او قانوني اعتبار نه لري.

د عوامي نيشنل گوند مشر وایي چې د ډیورنډ کرښه د پښتنو په سينه راکښل شوې ده چې هيچا ته د منلو وړ نه ده او قانوني اعتبار نه لري.

د پاکستان د عوامي نیشنل گوند مشر اسفنديار ولي خان وايي چې د پاکستان پخواني ولسمشر جنرال پروېز مشرف غوښتل دی ددې لپاره افغانستان ته ولیږي چې په پخواني افغان ولسمشر حامد کرزي فشار راوستل شي چې د ډېورنډ کرښه په رسمي توگه ومني.

ښاغلي اسفنديار ولي خان د امريکا غږ ډیوه راډیو خبريال فضل عزيز سره په يوې ځانگړې مرکې کې ويلي، چې پروېزمشرف ورته د خپلې واکمنۍ په مهال ویلي و چې که چېرې هغه د افغانستان ولسشمر حامد کرزي ته ورشي او د ډیورنډ کرښه ورباندې ومني، نو د ترهگرۍ او بد امنۍ ټولې معاملې به له مينځه لاړې شي.

د اسفنديار ولي خان په وينا ده په ځواب کې پروېزمشرف ته وويل "که چرته ته په کشمير کې لائن اف کنټرول د رسمي نړيوالې کرښې په توگه ومني نو کیدای شي بيا افغانستان هم د ډیورنډ د کرښې په رسمې توگه منلو ته غاړه کیږدي ".

اسفنديار ولې خان وايي کله چې پروېزمشرف دغه خبره واوریده، نو په توندې لهجې سره يې وويل "زما قام خو دا خبره نه مني".

اسفنديار ولي خان وایي چې مشرف ته یې په ځواب کې وويل "چې ستا قوم د کشمیر کرښه نه مني نو د حامد کرزي قوم به ولې د ډېورنډ کرښه ومني".

د عوامي نيشنل گوند مشر زياته کړه چې د ډیورنډ کرښه د پښتنو په سينه راکښل شوې ده چې هيچا ته د منلو وړ نه ده او قانوني اعتبار نه لري.

د یوې پوښتنې په ځواب کې نوموړي ډاډ څرگند کړ چې په نزدې وختونو کې د پاکستان او افغانستان اړيکې د تیر وخت په پرتله ښې شوي دي. هغه وويل په وروستيو کې چې د افغانستان ولسمشر اشرف غني او نور لوړ پوړي افغان چارواکي د پاکستان د پوځ مرکز يا جي اېچ کيو، لېدو ته ورغلل، او د پاکستان پوځي چارواکي افغانستان ته ورغلل دا ښايي چې اوس دواړه ملکونه يو بل ته نزدې شوي دي او په یو بل باندې باور کولو ته لار هواره شوې ده.

هغه وويل په نږدې وختونو کې د افغانستان په کونړ او ننگرهار ولايتونو کې چې کوم عمليات د ترهگرو په ضد ترسره شوي دي، هغه هم د دواړو ملکونو ترمینځ د باوري فضا جوړېدو سبب گرځیدلي.

اسفنديار ولي خان په خپلو خبرو کې دا هم ویلي دي ترڅو چې دواړه هیوادونه په گډه د ترهگرو په ضد يو نه شي نو له سیمې نه به هیڅ کله بد امني ورکه نه شي.

د يمن د جگړې په اړه د يوې پوښتنې په ځواب کې اسنفديار ولي خان ویلي دي چې دغه پردی جنگ دی او پاکستان بايد دې ته ور ونه دانگي. هغه وويل په ۱۹۸۰م لسيزه کې چې کله پاکستان د افغانستان جنگ ته دانگلي وو د هغې نتيجې مونږ په خپلو سترگو وينو، ټول پښتانه تر ننه د هغې د بدو اغیزو څخه نه دي په امان، وينې يې تويې شوې، وکړیدل، اولا تر اوسه هم کړيږي.

XS
SM
MD
LG