د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان د پاکستان سره د ترهگرو د لست په اړه بحث ته تیار دی


ارشیف
ارشیف

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي چې د یو دریمگړي هیواد تر څارنې لاندې د پاکستان سره د ترهگرو د هغه لست په اړه بحث ته تیار دی چې تازه د کابل او اسلام آباد ترمنځ تبادله شوی دی.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند احمد شکیب مستغني وایي چې د افغانستان حکومت په دې ټینگار کوي چې دواړه هیوادونه په گډه د خپلو اندیښنو په هکله د یو میانځکړي په حضور کې مسوولانه بحث وکړي.

ښاغلي مستغني د پنجشنبې په ورځ په کابل کې په یو خبري کنفرانس کې وویل چې افغانستان د ترهگرو د نوملړ په هکله د پاکستان عملي گامونو ته په تمه دی چې د افغانستان له لورې هغه هیواد ته ورکړل شوی دی.

په پاکستان کې د وروستیو ترهگریزو حملو وروسته چې تر اوسه د ١٣٠ تنو د وژلو سبب شوي پاکستاني مقاماتو ادعا کړې چې دغه بریدونه په افغانستان کې طرحه شوي دي.

د پاکستان ددې ادعاگانو په لړ کې، د پنجشنبې په ورځ د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند نفیس ذکریا یو ځل بیا وویل چې سخت دریځو د افغانستان د ناامنۍ په استفادې د افغانستان په خاوره کې پر پاکستان ترهگریز بریدونه طرحه کوي.

د افغانستان حکومت د اسلام آباد ادعاوی رد کړي او د سخت دریځو پر ضد د جدي او پرته له توپیره مبارزې ژمنه کوي. افغان مقامات په بدل کې پاکستان په دې تورنوي چې د سخت دریځو پر ضد یو شان مبارزه نه کوي او د ښه او بد ترهگر توپیري سیاست پرمخ بیایي.

پاکستان همداشان په هیواد کې د سخت دریځو د یاغیگرۍ په وړاندې د مقابلې لپاره د افغانستان سره خپلې پولې د یوې اونۍ راهیسې تړلي دي او د سخت دریځو د ځپلو لپاره یې په ټول هیواد کې عملیات پیل کړي دي.

په اسلام آباد کې د افغانستان سفیر عمر زاخیلوال په پخپل فیسبوک پاڼه لیکلي دي چې د افغان او پاکستاني مقاماتو ترمنځ د مخکنیو موافقو له مخې ټاکل شوی وه چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تورخم، سپین بولدک او نورې سرحدي دروازې د پنجشنبې په ورځ بیرته پرانستل شي چې د هغه په وینا "بدبختانه" دا کار تر اوسه نه دی شوی.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت همداشان د پاکستاني پوځیانو له خوا د افغانستان په خاوره باندې راکټي بریدونه د نړیوالو اوصولو او موازینو خلاف گڼلي او ټینگار یې کړی چې ددې ډول اقداماتو د تکرار په صورت کې د افغانستان پوځیان هم د خپل هیواد دفاع او جدي ځواب ته تیار دي.

پاکستاني پوځیانو تیره اونۍ د افغانستان په ځنو سرحدي سیمو د توپ او راکټو ډزې وکړې او ددې کار هدف یې د سخت دریځو ځپل گڼلي دي چې د هغوی په وینا د پاکستان پر ضد حملې پلانوي.

XS
SM
MD
LG