د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان طالبانو د البغدادي خلافت رد کړ


پاکستاني طالبان داسې مهال د داعش د مشر د خلافت دعوه ردوي چې تر هغوی وړاندې افغان طالبانو هم ابوبکر البغدادي د مسلمانانو د خلیفه په توګه نه و منلی، خو یو شمېر افغان او پاکستاني طالبانو له البغدادي سره بیعت کړی دی.

د رویټرز خبري اژانس وايي د پاکستاني طالبانو خپره شوې اعلامیه یې د شنبې په ورځ لیدلې ده. دا اعلامیه داسې مهال مخې ته راځي چې له وړاندې داسې انګېرنې وي چې پاکستاني طالبان د داعش په اړه له احتیاط نه کار اخلي.

د پاکستان طالبان د لومړي وزیر نواز شریف د رژیم پرځول او پر ځای یې د خپلې خوښې شرعيې نظام ټېنګول غواړي، خو داعش بیا په ټوله نړۍ کې اسلامی خلافت غواړي.

د طالبانو د اعلامیې په یوه برخه کې ویل شوي " بغدادي د اسلام خلیفه نه دی، ځکه په اسلام کې خلیفه هغه چاته ویل کیږي چې په ټولې اسلامي نړۍ حاکم وي، خو بغدادي دا حاکمیت نلری؛ هغه په خاصو خلکو او خاصو سیمو کې حاکمیت لري او د اسلامي اصولو له مخې انتخاب شوی هم نه دی."

اعلامیه وايی چې ابوبکر البغدادي په مصر، لیبیا، یمن او افغانستان کې په ځینو محدودو سیمو کې واک لري.

پاکستاني طالبانو هم د افغان طالبانو په څېر داعش جنګیالیو "وحشي وژنې" غندلي دي. اعلامیه وايي " په رښتیني خلافت کې رښتيني عدالت وي، خو د بغدادي کسانو د نورو ډلو بي ګناه مجاهدین ( جګړه ماران) ووژل."

سره له دې چې پاکستاني طالبان له افغان طالبانو څخه جلا فعالیت لري، خو یو بل ته ډېر نژدې او ژمن دي.

تېرکال له پاکستاني طالبانو څخه څو جلا شویو مشرانو د ابوبکر البغدادي سره بیعت وکړ او له نورو اورپکو څخه یې هم وغوښتل چې له هغوی سره یو ځای شي چې په نړۍ کې اسلامي خلافت جوړ کړي.

پاکستاني چارواکي وايي داعش له هېڅ یوې پاکستانۍ ډلې سره هم اړیکه نلري.

له افغانستان څخه د نړیوالو ځواکونو له وتلو وروسته داسې اندېښنې شته چې شاید د حقاني شبکه او داعش ډله دغه امنیتي تشه په خپلې ګټې راوڅرخوي.

د همدغه کال په پیل کې افغان طالبانو د ابوبکر البغدادي په نامه یو لیک واستوه او له هغه یې غوښتي وو چې په افغانستان کې د خلکو جلب او جذب ودروي.

XS
SM
MD
LG