د لاس رسي وړ اتصالات

جانان موسیَ زی: داعش له پاکستان نه راځي


جانان موسی زي وویل چې کابل د اسلام آباد سره نیکو اړیکو ته متعهد دی.
جانان موسی زي وویل چې کابل د اسلام آباد سره نیکو اړیکو ته متعهد دی.

په اسلام آباد کې د افغانستان سفیر جانان موسیَ زي ویلي دي چې د اسلامي دولت د ډلې یا داعش اکثر جنگیالي له پاکستان څخه افغانستان ته ځي.

ښاغلي موسیَ زي دغه څرگندونې د چارشنبې په ورځ په اسلام آباد کې د افغانستان او پاکستان د اړیکو په هکله په یوه غونډه کې وکړې.

داعش افغانستان د "خراسان ولایت“ په نامه خپل یو ولایت گڼلې دی او ددې ډلې جنگیالي تر ډیره په ننگرهار ولایت کې چې د پاکستان سره گډه پوله لري، ځای پر ځای شوي دي.

د داعش ترهگر جنگیالي د زیات شمیر افغانانو د وژلو مسوول دي. دې ډلې په جلال آباد کې د چارشنبې د ورځې د برید مسؤلیت منلی دی چې په کې لږ تر لږه اوه تنه ووژل شول او له ١٥ څخه زیات کسان ټپیان شول.

د افغانستان جمهور رئیس په دې وروستیو کې ویلي دي د ننگرهار په ولایت کې د داعش پر پټنځایونو باندې هوایي بریدونه او پوځي عملیات به نور هم شدید شي.

له دې سره سره چې جانان موسی زي پاکستان د داعش د جنگیالیو د تگ راتگ لار وگڼله چې د جگړې لپاره افغانستان ته راځي، خو د پاکستان حکومت او ځواکمن پوځ یې د داعش په ملاتړ ملامت نه کړ.

ښاغلي موسی زي وویل چې افغانستان په رښتیني توگه د خپل ختیځ گاونډي هیواد سره دوستۍ او همکارۍ ته ژمن دی.

پاکستاني مقاماتو ویلي دي چې په دې هیواد کې داعش فعاله شتون نه لري. پاکستاني‌ چارواکي دغه راز په وار وار ټینگار کړی دی چې دوې به هیچا ته اجازه ورنکړي چې له خاورې یې د افغانستان پر ضد کار واخلي.

XS
SM
MD
LG