د لاس رسي وړ اتصالات

د پیښور ترهگریز برید ځپلی ښوونځی بیرته پرانستل شو


د پېښور پر پوځي ښوونځي په برید کې تر ۱۳۰ زیات کسان ووژل شول
د پېښور پر پوځي ښوونځي په برید کې تر ۱۳۰ زیات کسان ووژل شول

په پېښور کې پر يو ښوونځي د طالبانو تر خونړي بريد وروسته، نن دوشنبې د خيبر پښتونخوا د مرکز پېښور په ګډون د پاکستان په ټولو ښارونو کې تړل شوي ښوونځي بېرته پرانېستل شول.

د پاکستان د وسلوالو ځواکونو لوی درستیز جنرال راحیل شریف، د دوشنبې په ورځ د پیښور ارمي پبلیک ښوونځي کې د زده کوونکو سره روغبړ وکړ چې کابو یوه میاشت مخکې د طالبانو په برید کې ١٣۴ ماشومان او ١٦ ښوونکي په کې وژل شوي وو.

اوسمهال د راتلونکو ورته بریدونو د مخنوي لپاره د دې ښوونځي د امنیت لپاره پاکستاني پوځيان ګومارل شوي او د ښوونځي پر ديوالونه اغزن سیمونه غځول شوي دي.

د ظهور په نوم د یو زده کوونکي پلار، فرانس پرس خبري اژانس ته وویل "نن بیرته خپل ماشومان ښوونځي ته رسوو. د امنیتي تدابیرو څخه مطمین یو. انشالله چې امنیت به کومه ستونزه نه وي. زما ماشومان به په راتلونکي کې هم همدغه پوځي ښوونځي ته لاړ شي."

سید عابد حسین چې د پیښور ارمي پبلیک ښونځي په پیښه کې خپله مور له لاسه ورکړې ده وایي"زه د دولسم ټولگي زده کوونکی یم. زما مور په دې پیښه کې ووژل شوه خو زه، ښوونځي ته د تگ او د تعلیم د ترلاسه کولو نه ویره نلرم. زه به د خپلې مور ارمان پوره کړم چې ماته یې تعلیم غوښتو."

پاکستان حکومت په پېښور کې پر يو ښوونځي د پاکستاني طالبانو بريد وحشتناک او نه بښونکى عمل بللى او د قربانيانو له کورنيو سره يې ژمنه کړې، چې د دغې پیښې عاملین تر وژلو پورې به په ارامه کښېنني.

افغانستان او پاکستان ته د داعش گواښ

بلخوا په ټولنيزو رسنیو کې د اسلامي سخت دریځو یوه خپره شوې ويډيو پاکستاني طالبان ښکار کوي چې د داعش بيرغونه په لاس پر آسونو سپاره، تيريږي.

په انټرنيټ کې په دغه خپره شوې ويډيو کې ګڼ شمېر پاکستاني طالبان څرگندیږي چې د اسلامي دولت د سخت دريځې ډلې يا داعش سره خپل ملاتړ اعلانوي.

په دې ویډیو کې د پاکستاني طالبانو پخوانی ویاند شاهدالله شاهد ښودل شوی چې یوې ډلې خلکو ته له وینا وروسته د اسلامي دولت ډلې ته خپل بعیت اعلانوي.

ښاغلی شاهد وایي"د اسلامي خلافت د امر په اساس تاسو ته خبر درکوو چې مونږ دلته د لسو جبهاتو امیران راټول شوي یو او ټول غواړي چې د مسلمانانو خلیفه، ابوبکر البغدادي ال قریشي ال حسیني ته بعیت وکړي."

په دغه شپاړلس دقیقه یی ویډیو کې بیا د یو سړي سر پرې کول ښکاره کوي چې د پاکستان سرتیری تشخیص شوی چې اوسپنېزه پوځي خولۍ یې په سر، پوځي پتلون او عادي کمیس یی اغوستی.

Pakistan Back to school
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:08 0:00

د اسلامي دولت ډله چې په عراق او سوریې کې یې ډیرې سیمې تر ولکې لاندې دي، په دې وروستیو کې یې د افغانستان او پاکستان د پخواني طالبانو څخه یوه نوې ډله جوړه کړې ده چې په سیمه کې د اسلامي دولت د ډلې یا داعش د گټو استازي توب کوي.

د افغانستان داخله وزارت دا خبره رد کړې ده چې داعش په افغانستان کې وجود لري؛ د افغانستان د کورنيو چارو د وزارت وياند صديق صديقي ازادۍ راډیو سره په مرکه کې په افغانستان کې د داعش د شتون خبرې رد کړي او وايي دا خبرې داسي خلک کوي چې له حقيقت څخه نه وي خبر.

خو د داعش په ملاتړ د افغانستان او پاکستان په ځينو ښارونو کې د کابل په ګډون لکه د کابل پوهنتون پر دېوالونو ليکنې شوي دي او له کبله يې د دې پوهنتون ځیني محصلين هم د حکومت له خوا ونيول شول.

XS
SM
MD
LG