د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان له حزب اسلامي سره د سولې تړون وستایه


د افغان حکومت او حزب اسلامي ترمنځ د سولې تړون په کابل کې وشو
د افغان حکومت او حزب اسلامي ترمنځ د سولې تړون په کابل کې وشو

د پاکستان حکومت د افغان حکومت او حزب اسلامي ترمنځ د سولې او بیا پخلاینې تړون ستایلی دی او ویلي چې د افغانانو په مشرۍ د افغانانو ترمنځ د بیا پخلاینې ننګه کوي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت اعلامیه وایي چې پاکستان په افغانستان کې د سولې او ثبات هیله لري او وايي چې" افغانان د سولې او ثبات لایق دي."

اعلامیه وايي په افغانستان کې سوله او ثبات د ټولې سیمې او په خاص ډول د پاکستان په ګټه ده؛ په همدې خاطر "پاکستان په افغانستان کې د سولې د راوستلو لپاره ژمن دی."

د افغان حکومت او د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي ترمنځ د سولې تړون په همدې اونۍ کې په کابل کې لاسلیک شو.

کابل له دغه تړون وروسته له طالبانو هم وغوښتل چې د حزب اسلامي پر پل قدم کېږدي، هغه طالبان چې پاکستان یې تل په ملاتړ او روزنې تورن بلل شوی دی، خو پاکستان یې نه مني.

XS
SM
MD
LG