د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان د سولې خبرو لپاره نوی شرط کېښود


ښاغلي هاشمي وویل ولسمشر غني دا خبره روښانه کړې چې د افغانستان د سولې یو اړخ بهرنی دی
ښاغلي هاشمي وویل ولسمشر غني دا خبره روښانه کړې چې د افغانستان د سولې یو اړخ بهرنی دی

افغان چارواکي داسې مهال د سولې د خبرو لپاره نوی شرط ږدي چې، اسلام اباد ویلي چمتو دي چې بیا د طالبانو او افغان چارواکو ترمنځ د سولې د خبرو منځګړتوب وکړي.

د ولسمشر غني د ویاند مرستیال ظفر هاشمي د پژواک خبري اژانس ته په یوې مرکې کې ویلي چې، پاکستان تر هر څه وړاندې په خپله خاوره کې باید هغه ترهګرې ډلې وځپي چې د افغانستان په ضد یې د جنګ اعلان کړی، بیا به افغان حکومت، له پاکستان سره د سولې د خبرو پر عملې لارو چارو بحث وکړي.

افغان طالبانو او د هغوی نورو خواخوږیو ډلو، په افغانستان کې خپل روان جنګ جهاد بولي.

ښاغلي هاشمي وايی " که پاکستان دغه اقدام وکړي، له هغې وروسته به افغانستان له پاکستان سره د سولې په عمل بحث وکړي."

د ولسمشر ویاند وايي "پاکستان بايد افغانستان کې د ترهګرو په اړه هغه تعريف ولري چې په خپل هېواد کې يې د ترهګرو په اړه لري."

ښاغلي هاشمي وویل ولسمشر غني دا خبره روښانه کړې چې د افغانستان د سولې یو اړخ بهرنی دی.

د شنبې په ورځ د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وياند قاضي خليل الله دپه اسلام اباد کې مطبوعاتو ته وویل، که کابل او طالبان وغواړي پاکستان تيار دی چې د افغانستان د سولې د خبرو په بيا پيلولو کې مرسته وکړي.

پاکستان، تراوسه د افغان حکومت د دغه نوي شرط په اړه څه نه دي ویلي.

ښاغلي غني په وار وار دا خبره کړې چې تر طالبانو وړاندې باید له پاکستان سره سوله وشي؛ ولسمشر وايي پاکستان له افغانستان سره په يوه نا اعلان شوې جګړه کې ښکیل دی.

د ملا عمر د مړينې د خبر له خپرېدو وروسته، د طالبانو نوي مشر ملا اختر محمد منصور په افغانستان کې د جګړې په روان ساتلو ټېنګار وکړ.

ولسمشر غني واک ته له رسېدو وروسته پاکستان ته سفر وکړ او هڅه یې دا وه چې له دغه هېواد سره اړیکې لا پسې نژدې کړي، د ولسمشر غني د هڅو په پایله کې په لومړي ځل د طالبانو یو شمېر استازو د پاکستان په مرې کې له افغان چارواکو سره مخامخ خبرې وکړي.

خو، په کابل کې له یو شمېر چاودنو او ځانمرګو بریدونو وروسته چې، افغان حکومت یې پړه پر پاکستان واچوله، د کابل اسلام اباد اړیکې سړې دي.

XS
SM
MD
LG