د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان او افغانستان د "سرحد پر مدیریت" خبرې کوي


د افغان او پاکستاني پلاوي د غونډې مهم ټکي امنیت او نور اړوند مسایل جوړوي
د افغان او پاکستاني پلاوي د غونډې مهم ټکي امنیت او نور اړوند مسایل جوړوي

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې را روانه سه شنبه به په کابل کې له افغان مقاماتو سره په لوړه کچه "د سرحد پر مدیریت او اړوندو امنیتي مسایلو" غونډه وکړي.

ددغې غونډې تابیا تر هغې وروسته نیول کیږي چې د شانګهاي د سیمه ایزې همکارۍ د غونډې په څنډه کې په بهرنیو چارو کې د پاکستان د صدراعظم سلاکار، سرتاج عزیز او د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر، صلاح الدین رباني د بهرنیو چارو وزیرانو په کچه د خبرو پر یو میکانیزم سلا وکړه. پدغو غونډو کې د د دواړو هېوادونو د ملي امنیت سلاکاران هم ګډون کوي.

دا به د همغږۍ د رامنځته کولو لپاره د مشورتي میکانیزم تر چتر لاندې د ګډې تخنیکي کارې ډلې لومړنۍ غونډه وي چې په خاصه توګه سرحدي مسایل څیړي.

په اعلامیې کې ویل شوي چې د پاکستاني پلاوي مشري به ددغه هېواد د پوځي عملیاتو عمومي رئیس کوي.

اعلامیه د غونډې د بحث مهم ټکي امنیت، د دواړو هېوادونو ترمنځ د خلکو او ګاډو تګ راتګ او نور اړوند مسایل یاد کړي دي.

د سولې خبرو برخلیک

هاخوا د افغان سولې په تړاو د پاکستاني مقاماتو په تازه څرګندونو کې ویل شوي چې د افغانستان په ګډون د پاکستان، متحده ایالتونو او چین استازو ترمنځ ناسته نږدې ورځو کې جوړیدنکې ده.

افغانستان: پاکستان باید د ښه او بد ترهګر تر منځ فرق پای ته ورسوي
افغانستان: پاکستان باید د ښه او بد ترهګر تر منځ فرق پای ته ورسوي

سرتاج عزیز له رسنیو سره په خبرو کې ویلي چې ښايي د څلور هېوادیزې غونډې بل پړاو په راتلونکو دوه-درې اونیو کې په لاره واچول شي.

د افغانستان حکومت ددغو ناستو دوام د پاکستان لخوا د ورکړل شویو ژمنو په عملي کیدو کې ویني.

د جمهور رئیس اشرف غني ویاند، هارون چغانسوري آزادۍ راډیو سره په خبرو کې ویلي چې اسلام آباد د سولې په تړاو کړې ژمنې له سره عملي کړي نه دي.

چغانسوري وویل: "له پاکستان څخه مو تمه داده چې پرخپلو ژمنو عمل وکړي،" هغه وړاندې کړه: " که پدې برخه کې اقدام ونشي غونډې له پایلو پرته پاې ته رسیږي او کومه ګټه نلري."

د جغانسوري په وینا پاکستان له یوې تاریخې پریکړې سره مخامخ دې چې د ښه او بد ترهګر تر منځ فرق پای ته ورسوي.

پاکستان له اوږدې مودې راپدې خوا له ترهګرو ډلو سره په همکارۍ تورن دی. پدې منځ کې د افغانستان دولت په پرله پسې توګه دغه هېواد په خپله خاوره کې د ناامنۍ په رامنځته کولو کې ګرم بللی دی، هغه تور چې اسلام آباد یې نه مني.

XS
SM
MD
LG