د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا بیا له پاکستان غوښتي چې د حقاني ‌‌‌‌‌‌ډله وځپي 


میرمن ټروډیو وویل چې د طالبانو بریدونه د سولې بهیر زیانمنولی شي
میرمن ټروډیو وویل چې د طالبانو بریدونه د سولې بهیر زیانمنولی شي

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د مطبوعاتو مشره الیزابیت ټروډیو وايي د کابل د خونړي برید نه وروسته یې د پاکستان حکومت ته ویلي، چې د حقانې شبکې په ګډون د ټولو وسله والو اورپکو پر ضد جدي اقدامات وکړي.

مېرمن ټروډیو، چې په واشنګټن کې خبریالانو ته غږېدله، وویل " امریکا تل د پاکستان لوړ پوړیو چارواکو ته خپله اندېښنه څرګنده کړې ده، چې د حقاني شبکه په پاکستان کې ده او د پاکستان حکومت د افغان طالبانو پر ضد نرم چلن کوي."

د بهرنیو چارو وزارت دغه مطبوعاتي مشره وايي چې دا ډول بریدونه د امريکا، پاکستان او افغانستان له لوري د سولې پيل شوی بهیر کمزوری کولی شي.

میرمن ټروډیو وپوښتل وشوه چې "امريکا تل د پاکستان په وړاندې نرمه پالیسي لري او د پاکستان پر تګلارې په ښکاره نیوکه نکوي، چې له کبله یې پاکستان هم د وسله والو ډلو ننګه کوي."

هغي وویل " د پاکستان چارواکو بيا بيا دا ژمنه کړې ده چې د ټولو وسله والو په ضد عمليات کوي او موږ هم پاکستان ته ویلي چې پر خپلې ژمنې وفا وکړي."

نوموړې وايي پاکستان ته یې دا هم ویلي چې د ټولو ډلو پر ضد دې له توپیر پرته یو ډول چلن وکړي، امریکايي چارواکي داسې مهال د طالبانو او حقاني شبکې د ځپلو لپاره پر اسلام اباد د فشار راوړلو خبره کوي، چې څو ورځې مخکې په کابل کې د طالبانو په یو برید کې ۷۰ تنه ووژل شول او سلګونه نور ژوبل شول.

د دغه برید مسولیت طالبانو ومانه.

له برید ورسته، اجرايي رئیس عبدالله عبدالله وویل چې د لومړنیو معلوماتو د رادبره کېدو نه وروسته یې پاکستان ته خپل پلان شوی سفر لغوه کړ او د ولسمشر د مرستیال ویاند دوا خان مینه پال بیا وویل "پاکستان د وسله والو ډلو او حقاني شبکي ملاتړ کوي او دا ډول بریدونه همدغه ډلې کوي."

خو، پاکستان دا برید وغنده او په برید کې یې د وژل شویو او ژوبل شویو کسانو له کورنیو سره خواخوږي څرګنده کړه.

XS
SM
MD
LG