د لاس رسي وړ اتصالات

کرزي او ګیلاني د سولې په ګډ کمیسون کې برخه واخیسته


کرزي او ګیلاني د سولې په ګډ کمیسون کې برخه واخیسته

کرزي او ګیلاني د سولې په ګډ کمیسون کې برخه واخیسته

افغانستان او پاکستان نن دشنبې په ورځ د سولي د یوه ګډ کمیسیون غونډه جوړه کړې وه او د سولی په لارو چارو سره وغږیدل.

د پاکستان صدراعظم یوسف رضا ګیلاني او د افغانستان جمهوررئیس حامد کرزي په اسلام آباد کي په دې غونډه کي برخه واخیسته او وعده یې وکړه چي ددواړو ملکونو ترمنځ به اړیکي پیاوړي کړي.

د امریکا د استخباراتو د ادارې ( سي آي اې ) رئیس ( لیون پنیټه ) چي ټاکل شوې د امریکا ددفاع آینده وزیر به وي، هم په ناڅاپي سفر پاکستان ته تللی دی، مګر دا لا سمدستي نه ده معلومه چي هغه په دې خبرو کي برخه درلوده که نه.

د کابل او اسلام آباد تر منځ روابط عموما د هغو شخړو او نښتو له کبله چی په دواړو ملکونو کي رواني دي، د بې باورۍ په وجه خړپړ شوي دي.

ښاغلی کرزی د جمعې په ورځ د پاکستان د جمهوررئیس آصف علي زرداري سره د خبرو د پاره هغه هیواد ته تللی دی. دواړو جمهوررئیسانو د ملاقات نه وروسته خبریالانو ته وویل چي د افغانستان او پاکستان اړیکي قوي دي او دواړه ملکونه د سولی او نیکمرغۍ په لار کي ګډ اهداف لري.

جمهوررئیس کرزي د پاکستان نه تل دا غوښتي دي چي ددواړو هیوادونو په سرحدی سیمو کي د یاغیانو د حملو د مخنیوي د پاره ډیر څه وکړي. هغه دا هم ویلي دي چی په پاکستان کي د القاعدې د مشر اسامه بن لادن د وژل کیدو نه ښکاري چي د تروریزم سره جګړه باید اسلام آباد ته متوجه وي نه کابل ته.

پاکستان په هغو درو هیوادونو کي و چي د ١٩٩٠ په لسیزه کی یې د طالبانو په مشري د افغانستان حکومت په رسمیت وپیژاند. او داسي فکر کیږی چی د پاکستان د استخباراتو ځیني غړي د طالبانو سره او په افغانستان کي د نورو یاغي ډلو سره روابط لري.

XS
SM
MD
LG