د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان د افغانستان د انتخاباتو د امنیت لپاره خپلې سرحدي تاڼې بندې کړي


د پاکستان د پوځ ېو عسکر په سرحد کې پېره کوي چې څوک افغانستان ته وانه وړي. د دیر په سیمه کې.
د پاکستان د پوځ ېو عسکر په سرحد کې پېره کوي چې څوک افغانستان ته وانه وړي. د دیر په سیمه کې.

د پاکستان د بهرنۍ پالیسۍ او ملی امنېت سلاکار سرتاج عزیز د امریکا غږ راډېو ته وویل، په پاکستان کې سوله د افغانستان له ثبات سره تړاو لري.

پاکستان: خپل سرحدي تاڼې بندوي چې د افغانستان انتخابات د سولې په فضا کې ترسره شي.

د پاکستان پوځ د جمعی په ورځ ناوخته وویل چې دوی له افغانستان سره د گډ سرحد په اوږدو کې چې د تېرېدو راتېرېدو څومره ځایونه دي هغه ټول بند کړېدی. دا ددی لپاره چې له افغانستان سره مرسته وشی چی د شنبی په ورځ په دغه هېواد کې ا نتخابات د سولی په فضا کې ترسره شی.

د پاکستان پوځ ویلی دی چی هغه لارې چې له سرحدی سېمو نه تېرېږي په هغو کې ېې گزمې هم زېاتې کړېدي.

په امنېیتی ا قداماتو کې دغه زېاتوالی ددې لپاره راوستل شوېدی چې دافغانستان حکومت د پاکستان د پوځی جاسوسی پرادرې ېعنی آی ایس آی باندی تورونه ولگول چی دغه اداره په افغانستان کې په دې تازه بریدونو کې لاس لري. په دې نېژدې ورځو کې دافغانستان دانتخاباتو پرد فتراو دافغانستان د کورنېو چارو وزارت په دروازه کې خونړي بریدونه وشول، چی هغه تاریخی رای گیري گډه وډه کړی چې په افغانستان کې به په دېموکراتیک ډول د قدرت د انتقال سبب شی. که څه هم د پاکستان چارواکېو دا ادعاگانې د بې بنېاده تورونو په نامه رد کړلی.

د پاکستان د بهرنۍ پالیسۍ او ملی امنېت سلاکار سرتاج عزیز دامریکا غږ راډېو ته وویل چې دده په هېوا د کې سوله په افغانستان کې له ثبات سره تړاولري.
د پاکستان د بهرنۍ پالیسۍ او ملی امنېت سلاکار سرتاج عزیز
د پاکستان د بهرنۍ پالیسۍ او ملی امنېت سلاکار سرتاج عزیز


سرتاج عزیز وايي:"...دا تصور چې پاکستان غواړی دا انتخابات په ېو شکل نه ېو شکل گډوډ کړي، ښايی د ېوشمېر گوندونو لپاره د انتخاباتي مبارزی ېوه برخه وي، خو زه داسی فکر نه کوم چې دا خبره دې پر حقیقت مبني وی او ېا دې په څرگنده کومه انگېزه ولري، چې موږ دغه راز ېو اقدام کولی شو. "

د پاکستان د بهرنۍ پالیسۍ او ملی امنېت سلاکار سرتاجی عزیز په دې ټېنگار وکړ چې اسلام اباد غواړی له کابل سره دوستانه اړېکی وساتي او دا هېله لري چی افغانستان به له انتخاباتونه وروسته د ېو قوي او متحد هېواد په توگه تبارز وکړي.

سرتاج عزیز وویل:"... موږ به د خلکو د هېلو او د راېو ورکوونکېو درناوی وکړو او له هغه حکومت سره به خپلې چارې پر مخ بوز چې دوی ېې انتخاب کړي. موږ په کاندیدانو کې دخپلی خوښی څوک نلرو او موږ نه غواړو چی په هېڅ ډول په ا نتخاباتو کې لاسوهنه وکړو. "

له بل پلوه طآلبانو لوړه کړېده چې له هرې ممکنې وسیلې نه به کار واخلي چې انتخابات گډوډ کړي. خو ښاغلی عزیز وايي دی هیله من دی چی له گواښونو سره سره به دومره زېات شمېر افغانان د راېو مرکزو نو ته ولاړشی، چې سابقه ونلري. په دې توگه به په افغانستان کې د قدرت دېموکراتیک او سوله ئېز انتقال ېقینی شي.

رپوټ په پای کې وايی چې پاکستان له افغانستان سره 2500 کېلومتره اوږد سرحد لري او د تېرېدو راتېرېدو زښتې ډېر لارې پکې شته دي.

د افغانستان چارواکېو او دامریکا قوماندانانو له ډېر پخوا راهیسې دا ادعا کړېده، چې د افغانستان ېاغي طالبان د پاکستان په سرحدي سېمو کې د سېب ځایونو نه کاراخلي او له هغه ځای نه د افغانستان د ځايي او اېتلاف د قواو خلاف بریدونه کوي.
XS
SM
MD
LG