د لاس رسي وړ اتصالات

سرتاج عزیز:د کابل او طالبانو ترمنځ د خبرو زمېنه برابرولی شو


په داسې حال کې چې ولسمشر اشرف غني د همدې اونۍ په پای کې اسلام اباد ته ځي پاکستاني چارواکي هیله مند دي چې د هغو وسله والو پر ضد چې د افغانستان په ناامنیو کې لاس لري د پاکستاني پوځ وروستۍ بریا او د کابل په کورنیو مسایلو کې د نه مداخلې پر دریځ ټېنګار به، د دواړو ګاونډیانو د خرابو اړیکو په بیا رغولو کې مرسته وکړي.

د پاکستان د ملي امنیت او په بهرنیو چارو کې د صدراعظم نواز شریف سلاکار سرتاج عزیز په اسلام اباد کې د امریکا غږ خبریال ایاز گل ته په مرکه کې وویل چې هېواد یې په دې وروستیو کلونو کې د خپلې بې طرفۍ د ساتلو او په افغانستان کې د سولې او بیا پخلاینې د هڅو په برخو کې اغیزناک ګامونه اخیستي دي.

سرتاج عزیز په دې باور دی چې په کابل کې له ولسمشر اشرف غني سره د هغه وروستۍ لیدنه او دغه ښار ته د پاکستان د لوی درستیز سفر به اسلام اباد ته د افغان ولسمشر د سفر په وخت کې مهمو او ګټورو خبرو ته لاره هواره کړي.

ښاغلی عزیز وایي افغان طالبان د سیاسي پروسې یوه برخه ده خو که هغوی دا هڅه کوي چې د جگړې له لارې به په کابل کې بیا واک ته ورسیږي، دا د پاکستان ملي امنیت ته گواښ دی.

هغه وایي "په خپله ولسمشر اشرف غني د نوي پیل او داسې اړیکو خبره کړې ده چې په باور او اعتماد ولاړې وې او د تورونو د لګولو لوبه په کې نه وي. د دغو اړیکو اساس به اقتصادي همکاري، تجارت او پانګوونه وي،په عین حال کې امنیتي همکاري او د خلکو ترمنځ به اړیکي لا ښه وې. دا څو اړخیزه اجنډا ده چې هیله مند یو د همدغې اجنډا په اساس به نوي اړیکي پیل کړو."

په شمالي وزیرستان کې د حقاني شبکې موجودیت له ډېر وخت راهېسې د اسلام اباد اړیکې له کابل او امریکا سره خرابې کړي دي،د حقاني شبکه چې مشري یې افغان طالبان کوي،له القاعده سره اړیکه لري.

خو ښاغلی عزیز وايي جې په شمالي وزیرستان کې د پاکستاني پوځ د حقاني شبکې خوندي ځایونه ویجاړ کړي او خراب کړي دي " حقیقت دا دی چې هغوی نور دغلته پټ ځایونه او بنسټونه نه لري چې خپل فعالیت تنظیم کړي.دغو عملیاتو داسې یوه فضا جوړه کړه چې په اساس به یې د یوبل پر ضد د یوبل د خاورې د نه استعمالولو پالیسي عملي شي. "

ښاغلی عزیز په دې باور دی چې نوي افغان مشرتابه او د هغه پیاوړي انتخاباتي کړنلارې د سولې د پروسې د چټک کولو لپاره لاره هواره کړې او پاکستان چمتو دی چې په دغو هڅو کې خپل مرستندویه رول ولوبوي، خو هغه دا وړاندیز رد کړ چې ګنې اسلام اباد پر طالبانو فشار راوړی شي، چې خبرو ته کیني.

ښاغلی عزیز زیاتوي " ښکاره ده چې موږ هغوی نه کنترولوو، موږ ځیني تماسونه لرو خو اساسي خبره دا ده چې افغانستان باید په دې اړه پرېکړه وکړي چې دغه پروسه څنګه پر مخ بیايي. موږ مشوره ورکولی شو، زمینې برابرولی شو خو موږ په دې په اړه پرېکړه نه شو کولی چې مذاکرات دې څنګه وشي او د بیا پخلاینې پروسه دې څنګه پر مخ ولاړه شي، دا په خپله د افغانانو پروسه ده او مشري یې هم افغانان کوي. "

ښاغلي عزیز وویل چې په چین کې د افغانستان په اړه غونډې هم طالبانو ته دا پیغام ورسوه چې باید له جګړې لاس واخلي او د بیا پخلاېنې په سیاسي هڅو کې دې ور داخل شي.

په همدې حال کې د افغانستان د شننونکو د شبکې غړی توماس روتي هیله مند دی چې د پاکستان د ترهګرۍ په وړاندې د مبارزې کړنلاره او اسلام اباد ته د افغان ولسمشر سفر به د دواړو هېوادونو اړیکې لا ښې کړي.

ښاغلي عزیز وویل " زما په فکر، په افغانستان کې د نوي حکومت راتګ، د دواړو هېوادونو د اړیکو د ښه کولو لپاره یو چانس دی او دا چې دغه دواړه ګاونډیان له یو بل پرته ژوند نه شي کولی. که عادي افغانان او حکومت وپوهیږي چې رښتیا هم پاکستان په خپلو کړو وړو کې تغیرات راوستي نو دوی به خوشحاله او مثبت عکس العمل به وښيي. "

ولسمشر اشرف غني احمدزي څه موده وړاندې وویل اسلام اباد ته سفر کوي چې له پاکستاني چارواکو سره په افغانستان کې د سولې د راوستلو پر لنډمهالو، منځمهالو او اوږد مهالو پلانونو خبرې وکړي.

XS
SM
MD
LG