د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستاني او افغان چارواکو د ستونزو په کمولو خبرې وکړې


افغانستان تورلګوي چې پاکستان د حقاني شبکې او نورو وسله والو طالبانو کلک ملاتړ کوي چې په افغانستان بریدونه وکړي.

افغانستان تورلګوي چې پاکستان د حقاني شبکې او نورو وسله والو طالبانو کلک ملاتړ کوي چې په افغانستان بریدونه وکړي.

پاکستاني او افغان چارواکو په کابل کې د ریکا د سیمه اییز اقتصادي کنفرانس په څنډو کې لیدلي او غږیدلي دي.

دواړه هېوادونه یو بل تورنوي چې د یوبل له وسله والو مخالفانو سره مرسته کوي.

د دغو خبرو اصلي هدف د کابل- اسلام اباد ترمنځ د اړیکو د بیا عادي کولو او د افغانستان د سولې د خبرو د هڅو بیا پیلول ښودل شوي دي.

د پاکستان د ملي امنیت مشاور سرتاج عزیز یو په یو له ولسمشر غني سره ولیدل، خو په رسمي ډول د دغو خبرو هېڅ جزییات رسنیو ته ورکړل شوي نه دي.

پاکستاني چارواکي وايي دواړو غاړو ۹۰ دقېقې " هر اړخیزې" خبرې وکړې، خو دوی نه وايي چې دغه خبرې به ددواړو هېوادونو ترمنځ وروستۍ پېدا شوې اندېښنې کمې کړي کنه.

سرتاج عزیز له هغه وروسته کابل ته ولاړ چې افغانستان پر پاکستان تور ولګوه چې د طالبانو او حقاني شبکې په ځپلو کې پاتې راغلی دی. افغانستان وايي د حقاني شبکه په پاکستان کې فعالیت کوي او له هماغه ځای پر افغانستان د بریدونو پلانونه جوړوي.

ولسمشر غني له سرتاج عزیز سره له خبرو وروسته د ریکا کنفرانس ګډونوالو ته خبرې وکړې.

هغه وویل " سره له دې چې ځینې خنډونه به وي، خو د وړاندې تګ سفر به روان وي. د پاکستان مشرانو په افغانستان کې د سولې په اړه هیله مندي ښودلې، خو د هغو خلکو په مهارولو کې پاتې راغلل چې فکر کوي یو کمزوری او بې ثباته افغانستان، تر یو غښتلي او پياوړي ګاونډي، ښه دی."

ولسمشر غني په دې اړه نور ډېر ونغږېد.

کابل ته د سرتاج عزیز تر سفر وړاندې پاکستاني چارواکو ویلي وو؛ هغه به افغان چارواکو ته یو وارې بیا ډاډ ورکړي چې هېواد یې د افغانانو په مشرۍ د سولې او بیا پخلاینې په خبرو او هلو ځلو کې مرستې کوي.

کابل له ډېره وخته پر اسلام اباد تورلګوي چې په افغانستان کې د لاسوهنې او د هند د نفوذ د کنټرولو لپاره، د افغان وسله والو طالبانو قوي ملاتړ کوي.

افغان چارواکو څه موده وړاندې د پاکستان په مري کې د طالبانو له یو شمېر استازو سره مخامخ خبرې وکړې، خو د ملا عمر د مړینې خبر او په کابل کې وروستیو بریدونو، د خبرو دغه بهیر ټکنی او ځنډنی کړ.

XS
SM
MD
LG