د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان افغان شارزدافیر احضار کړ


افانستان او پاکستان په وار وار پر یو بل تورونه لګوي چې مخالف وسله وال یې ساتي، روزي او پر ضد یې کاروي.
افانستان او پاکستان په وار وار پر یو بل تورونه لګوي چې مخالف وسله وال یې ساتي، روزي او پر ضد یې کاروي.

پاکستان په اسلام اباد کې افغان شارزدافیر احضار کړی و چې د اورپکو له لوري د پاکستان په ضد د افغان خاورې د کارولو له کبله ورته خپله اندېښنه بیان کړي.

پاکستاني چارواکي وايي دوی اندېښنه لري چې بېلابېلې ترهګرې ډلې د افغانستان خاوره د پاکستان پر ضد کاروي او له هغه ځای نه پر پاکستان بریدونه پلانوي او کوي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت افغان شاردزافیر سید عبدالنصیر یوسفي ته ویلي " زموږ پلټنو وښوده چې په چارسدې کې د پاچاخان پر پوهنتون باندې د برید تنظیمونکي په افغانستان کې فعالیت کوي او د برید د پلانولو لپاره یې هم افغان سیمکارتونه کارولي دي."

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوې اعلامیې کې ویل شوي چې اسلام اباد په دې اړه نور جزییات افغان لوري ته سپارلي هم دي او افغان حکومت یې هڅولی چې په دې اړه جدي ګام واخلي چې برید کوونکي عدالت ته راکش کړل شي.

د پاچا خان پر پوهنتون باندې د تېرې چهارشنبې په ورځ برید وشو چې لږ تر لږه ۲۰ تنه په کې ووژل شول او یو شمېر نور ژوبل شول.

له برید وروسته د پاکستان د پوځ ویاند عاصم باجوه وویل چې برید کوونکي له افغانستان نه ورغلي وو، خو د افغانستان جمهوري ریاست د ښاغلي باجوه دا خبري بې اساسه وبللې.

افانستان او پاکستان په وار وار پر یو بل تورونه لګوي چې مخالف وسله وال یې ساتي، روزي او پر ضد یې کاروي، خو دواړه خواوې پرې لګېدلي تورونه نه مني.

XS
SM
MD
LG