د لاس رسي وړ اتصالات

طالبان: د پاکستان نه د ملا عبیدالله د مړینې په هکله مفصل معلومات غواړو


طالبان: د پاکستان نه د ملا عبیدالله د مړینې په هکله مفصل معلومات غواړو
طالبان: د پاکستان نه د ملا عبیدالله د مړینې په هکله مفصل معلومات غواړو

طالبان وایي د د فاع پخوانی وزیر یې دوه کاله مخکي د پاکستان په یوه زندان کې مړ شویدی.د طالبانو نطاق ذبیح الله مجاهد نن وویل چې دعبیدالله اخوند کورنۍ ته په دې نژدې وختوو کې معلومات ورکړل شول چې هغه په دوه زره او لسم کال کې د مارچ په میاشتې کې د کراچۍ په زندان کې د زړه د ناروغۍ نه مړ شویدی.

عبیدالله اخوند په دوه زره او اووم (٢٠٠٧) کال کې نیول شوی و.

طالبان وایی د پاکستان نه د عبیدالله اخوند د نیول کیدو او مړینې په هکله مفصل معلومات غواړي.

طالبانود ١٩٩٦ نه تر یو د پاسه دوه زرم کال پوري د افغانستان په اکثرې برخې ترهغه وخت واکمنې چلوله چې د امریکا په رهبرۍ قواوو طالبان په امریکا کې د سپتبمر د یوولسمې نېټې د حملو نه وروسته د قدرت نه لیری کړل.

د رپوټونو له قراره، د طآلبانو ډیررهبران د خپل واکمن حکومت د ړنگیدو نه وروسته پاکستان ته وتښتیدل.

XS
SM
MD
LG