د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان وايي طالبان یې چین کې خبرو ته کښینول


سرتاج عزیز وایي چې په افغاسنتان کې د طالبانو وروستنی تاوتریخوالی د سولې په وړاندې ستر خنډ رامنځ ته کوي.
سرتاج عزیز وایي چې په افغاسنتان کې د طالبانو وروستنی تاوتریخوالی د سولې په وړاندې ستر خنډ رامنځ ته کوي.

پاکستان وایي د سولې پټو هغو خبرو ته یې زمینه برابره کړې وه چې د افغان حکومت او طالبانو د استازو ترمنځ په دې وروستیو کې د چین په ارومچي ښار کې ترسره شوې.

د رپوټونو له مخې د افغانستان د دفاع وزارت ته نوماند محمد معصوم ستانکزي د طالبانو د استازو سره د چین د ارومچي د ښار په دوو ورځنیو خبرو کې د افغان حکومت استازیتوب کاوه چې یو میاشت دمخه شوي دي. افغان چاراکو دغه رپوټ تر اوسه نه دی تائید کړی.

د پاکستان د صدراعظم د بهرنیو اړیکو سلاکار سرتاج عزیز وایي اټکل کیږي چې د سولې او پخلاینې د هڅولو په موخه د دې خبرو بل پړاو به په نژدې راتلونکې کې ترسره شي.

ښاغلي عزیز دا خبرې د دوشنبې په ورځ په داسې حال کې په اسلام آباد کې وکړې چې د افغانستان د ملي شورا پر ودانۍ باندې ډله ییز ځانمرگي بریدونه وشول چې مسؤلیت یې طالبانو پر غاړه واخیست.

سلاکار سرتاج عزیز دا هم وویل چې پاکستان تر خپلې وسې هڅه کوي چې د افغانستان ١۴ کلنه جګړه پای ته ورسیږي. هغه د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې د راتلوونکو خبرو د ځای او څرنگوالي په هکله نور معلومات ور نه کړل.

ښاغلي عزیز وویل چې پاکستان هوډ لري چې د گاونډي هیواد افغانستان سره خپلې اړیکې نورې هم ښې کړي. نوموړي زیاته کړه چې د پاکستان حکومت په هغو هڅو باور لري چې د افغانستان د پخلاینې بهیر راژوندۍ کړای شي او هیله یې وښوده چې دا هڅې به په راتلوونکو دریو میاشتو کې پایلې ولري.

تفاهم لیک

ښاغلي عزیز همداشان د استخابارتي معلوماتو د شریکولو هغه تفاهم لیک څخه هم دفاع وکړه چې په دې وروستیو کې د پاکستان او افغانستان ترمنځ لاس لیک شوی تر څو د دواړو هیوادونو د استخباراتي ادارو ترمنځ د ترهگرۍ ضد چارې پیاوړې شي. هغه په دې ټینگار وکړ چې ددې تفاهم لیک نوښت کابل کړی او پاکستان متقابل عمل کړی دی.

په داسې حال کې چې د افغانستان جمهور رئیس اشرف غني د استخباراتي همکارۍ ددې لیک د لاس لیک کیدو په اړوند دننه په کور کې تر نیوکو لاندې دی او سیاسي مخالفین یې د تړون لغوه کول غواړي، خو ښاغلی عزیز وایي اسلام آباد د کابل د بحثونو په اړه اندیښمن نه دی او د هغه په وینا دا بحثونه په عمده توگه د مخالفینو له لورې کیږي او اسلام آباد به د ښاغلي غني له ادارې سره په سیاسي او پوځي کچه د دوه اړخیزو اړیکو پیاوړي کولو ته دوام ورکړي.

ښاغلي سرتاج عزیز دا هم وویل چې په افغاسنتان کې د طالبانو وروستنی تاوتریخوالی د سولې په وړاندې ستر خنډ رامنځ ته کوي.

د ظاهر طنین څرګندونې

له بلې خوا د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو استازي، نیکلاس هیسم د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د سولې د تازه هڅو هرکلی کړی خو وایي تر هغې چې دواړه ډلې مخامخ خبرو ته نه وي ناست، د سولې راتګ امکان نلري. ښاغلی هیسم دا څرګندونې پداسې حال کې کوي چې په افغانستان کې لا هم د تشدد پیښې کیږي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو استازي د امنیت شورا په عمومي غونډې کې وویل چې افغان امنیتی ځواکونه د هیواد په بیلا بیلو برخوکې د امنیت په ساتنې کې له ازمیښتونو سره مخ دي.

ښاغلي هیسم وویل "د افغانستان د شمالي ګاونډیو هیوادونو نه راغلي بهرني جنګیالي اوس یو نوی خطر دی. د خلکو سره دا اندیښنه هم شته ده چې د اسلامي دولت ډله یا داعش هم غواړي چې په افغانستان کې ځانته ځای پیدا کړي. "

ښاغلي هیسمم وویل چې د دغو خطرونو سره د ښې مقابلې په خاطر پکار ده چې د سیمې هیوادونه په ګډه پراخه همکاري وکړي.

په ملگرو ملتونو کې د افغانستان استازي ظاهر طنین د ملگرو ملتونو امنیت شورا ته وویل چې د د افغان حکومت د اټکل له مخې د چیچنیانو، تاجک، ازبک او پاکستانیانو په شمول په افغانستان کې د اوه زرو په شاو خوا کی بهرنی جنگیالي په جگړو بوخت دي.

هغه زیاته کړه چې دا ډلې نه یوازې دا چې په انتحاري بمونو، چاودیدونکو موادو، په یرغمل نیونی او وژنو افغان پوځیان او ملکي وگړي په نښه کوي، بلکې د ولسوالیو او ولایتونو د کنترول د تر لاسه کولو هڅې یې هم پیل کړی دی چې د افغانستان څخه د آسیا د جنوب او مرکزي برخو دپاره د خپل مرکز په توگه کار واخلی.

د ښاغلي طنین په وینا د افغان حکومت ارزونه دا هم ده چې ښایی د طالبانو په شمول په لکهاو کسان د داعش د تور بیرغ لاندې فعالیت ته دریدلي اوسي.

د پاکستان د صدراعظم سلاکار هم د دوشنبې په ورځ وویل چې د افغانستان په تاوتریخوالي کې یواځې طالبان نه دي بلکې د اسلامي دولت د ډلې پلوي گروپونه، او ازبک او تاجک جنگیالي هم ونډه لري.

XS
SM
MD
LG