د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان کې د پاکستان د البدرمجاهدین اورپکي وژل شوي


دا لا معلومه نه ده چې دغه مړي څنګه پاکستان ته انتقال کړل شول.

دا لا معلومه نه ده چې دغه مړي څنګه پاکستان ته انتقال کړل شول.

په پاکستان کې چارواکو دا خبره منلې چې په افغانستان کې د ۲۲ وژل شویو پاکستاني جګړه مارانو مړي پاکستان ته انتقال شوي دي.

د پاکستان د خیبر پښتونخوا د کوز دیر ښاروال محمد رسول د امریکا غږ ډيوې څانګې ته په خپلې سیمې کې د دغو ۲۲ وژل شویو کسانو د تدفین او تجهیز خبره تاید کړه؛ خو، ښاغلي رسول د دغو مړو په اړه ډېر معلومات ورنکړل.

ویل کیږي چې دغه ۲۲ وژل شوي پاکستانیان، د پاکستان د اورپکې ډلې البدرمجاهدین او جماعت الدعوه غړي دي چې افغانستان ته د جګړې لپاره تللي وو؛ وژل شوي ټول د کوز دیر اوسېدونکي دي.

دا لا معلومه نه ده چې دغه مړي څنګه پاکستان ته انتقال کړل شول.

پاکستان د البدر مجاهدین ډله د هند تر ولکې لاندې کشمیر کې د هند د امنیتي ځواکونو خلاف په ترهګریزو بریدونو هم تورنه ده.

پاکستاني چارواکي نه وايي چې دغه کسان څنګه او د افغانستان په کومې سیمه کې ووژل شول، خو څو ورځې وړاندې افغان چارواکو د خوست په علیشيرو ولسوالۍ کې له اورپکو سره د افغان امنیتي ځواکونو د جګړې خبرونه خپاره کړل او ویلي وو چې یو شمېر پاکستاني جګړه مارانو پر افغان امنیتي پوستو بریدونه کړي دي.

په ټولنیزو رسنیو کې یو شمېر تصویرونه خپاره شوي چې په کې د البدر مجاهدینو د ډلې په بېرغونو پوښل شوي یو شمېر تابوتونه ښودل کیږي او ورسره لیکل شوي چې دا کسان په افغانستان کې د امریکا د بې پیلوټه الوتکو په برید کې وژل شوي دي.

مګر، په افغانستان کې مېشتو نړیوالو ځواکونو د داسې کوم هوايي برید خبره نه ده کړې چې په کې په یو وار دومره کسان وژل شوي وي؛ په افغانستان کې ديره نړیوال ځواکونه معمولآ د خپلو ځمکنیو او هوايي بریدونو په تړاو رسنیو ته معلومات ورکوي.

افغان حکومت تل پاکستان تورنوي چې له افغان طالبانو او د افغانستان د حکومت ضد نورو وسله والو سره مرستې کوي او په خپلې خاورې کې يې ځای ورکړی دی، خو پاکستاني چارواکي دا تورونه ردوي.

  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند د هند په اندرا ګاندي پوهنتون کې په سیاسي علومو کې ماسټري کړې ده؛ د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی.

XS
SM
MD
LG