د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان غیر قانوني افغان کډوالو ته د اوسېدو اسناد ورکوي


پاکستان موافقه کړې چې د ۲۰۱۵ کال پورې به ناقانونه افغان کډوالو ته د اوسېدو قانوني اسناد ورکوي
پاکستان موافقه کړې چې د ۲۰۱۵ کال پورې به ناقانونه افغان کډوالو ته د اوسېدو قانوني اسناد ورکوي

پاکستان اوافغانستان هغه پلانونه اعلان کړل چې په گډه به کار سره کوي چې په راتلونکو څلورو میاشتو کې شاوخوا یوه میلون هغه افغانانو ته قانوني اسناد ورکوي چې گمان کیزی په غیرقانوني توگه د پاکستان په ښارونو کې اوسیږی.

په پاکستان کې د افغان گډوال خراب حالت د دواړو هیوادونو ترمنځ په دوه اړخیزو اړیکو کې یو مهم او لمسونکی لامل بلل کیږي، ځکه چې پاکستاني چارواکي افغان کډوال په وسله وال فعالیتونو تورنوي. ملگري ملتونو اټکل کړی چې په پاکستان کې ١.٦ ملیونه راجسټر مهاجرین دي او یو ملیون یی تراوسه لا اسناد نلري.

اسلام اباد د ترویزم پرضد خپلو هغو پالیسیو ته بیا کتنه کړې او داسي اقدامات یې هم پکې شامل کړي چې په پاکستان کې مېشت ټول هغه افغان مهاجرین چې د اوسېدو سناد نلري بېرته خپل هېواد ته واستول شي.

له تیرو درو میاشتو راهیسي پولیسو په هغو سیمو کې چې د افغان مهاجرینو اکثریت پکي اوسیږي او کمپونو چاپي وهلي او شاوخوا ٥٠٠٠٠ افغان مهاجرین یې نیولي او بیرته افغانستان ته لیږلي.

ویل کيږي، چې د دوی ډېره برخه د اوسېدو قانوني اسناد نلري چې پاکستاني چارواکي يې د خپل امنیت لپاره ګواښ بولي. پاکستان له ټولو نا راجستر شویو افغان کډوالو غواړي چې د ۲۰۱۵ کال پایه دې خپل هېواد ته ورستانه شي.

خو د بېرته ستنېدوونکو کډوالو په شمېر کې ناڅاپي ډېروالي د کابل حکومت اندېښمن کړی دی چې د بودیجې او امنیت له ستونزو سره مخامخ دي، دا هم په داسې حال کې چې نړیوالې مرستې کمې شوي دي.
د افغان مهاجرینو عالي کمشنر عمران زیب د امریکا غږ ته وویل، چې د دوی اداره به د یو ملینو افغانانو ثبتولو د پروسي کار پرمخ وړي.

هغه زیاته کړه چې د افغانانو او پاکستانیانو شپږ کسیږه کمیټه به ددی لوي کار څارنه کوي. له دې سره څه سره سره داسې ښکاري چې په اسلام اباد کې د همدې اونۍ د لوړې کچې خبرو، دغه ستونزه کمه کړې د همکاریو هغو هڅو ته يې لاره پرانیستلې چې غیر راجستر شوي افغانان ثبت شي.

هغه وویل "د ثبت ټوله پروسه څلور میاشتې نیسي او موږ به په دغې مودې کې یو میلیون افغانان ثبت کړو، له ثبت نه وروسته دا د دوی خپله خوښه ده چې د کابل د حکومت له لوري بېرته ستنېدوونکو کډوالو ته د مرستو د منلو سره بېرته ځي او په پاکستن کې کې پاتې کیږي، که په پاکستان کې پاتې کیږي باید د تګ راتګ قانوني اسناد او پاسپورټونه ولري او همدغه راز دوی ته ورکړل شوې ویزې ولري".

ښاغلی خان دا خبره روښانه کړه چې له ثبت وروسته دا په دې مانا نه ده چې د ده په خبره دغه ناقانونه اقتصادي کډوالو ته دې په پاکستان کې د مهاجرت قانوني ضمانت دې وشوي.

خان وویل، ددی کار پیل به د معلوماتو د خپرولو د کمپاین سره سم پیل شي، چې په هغه به د افغانانو څخه وغوښتل شي چې خپل ځانونه راجسټر کړي.

ده ومنله چې په خیبر پښتونخوا د کې مشکوکو کسانو د نیولو په روانو عملیاتو کې افغانانو ته هم ستونزې پېدا شوي خو ده دا خبره په کلکه رد کړه چې ګنې دغه عملیات دې یوازې د افغانونو پر ضد شوي وي.

هغه وویل "د دغو چاپو له کبله افغانستان ته د ناثبت شویو کډوالو د ورتګ بهیر چټک شو. اجازه راکړئ چې دا خبره روښانه کړم چې، دغه امنیتي عملیات روان دي او روان به وي چې ناقانونه او مشکوک کسان ونیول شي، امنیتي او د قانون پلي کوونکې ادارې په دې باندې کار کوي".

د افغانستان د کډوالو او بېرته ستنېدوونکو چارو وزیر سید حسین عالمي بلخي خپل پاکستاني انډول ته ډاډ ورکړ چې حکومت به یې د افغان کډوالو د خوندي کولو په برخه کې له پاکستان سره په ګډه کار کوي.

په اسلام اباد کې د ملګرو ملتونو، افغاسنتان او پاکسنان د چارواکو ترمنځ د همدغې اونۍ په خبرو کې دا موافقه وشوه چې دوی به له نړیوالو مرسته کوونکو سره خبرې کوي چې په افغانستان کې د ننه د بېرته ستنېدوونکو کسانو د اوسېدو د امکانانو په برابرولو کې له دوی سره مرسته وکړي، لکه د سر پناه په برابرولو، کار پېدا کولو او د ژوند د نورو مهمو اساساتو په برابرولو کې، په دغې برخې کې د خبرو اترو او هڅو مشري افغانان کوي.


په همدې حال کې په پاکستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو د نړیوالې ادارې مشر اندرکا راتواتت د ستونزو د حل کول په برخه کې د نړیوالو د مرستو په اړتیا ټېنګار وکړ.

هغه وویل "موږ په دې باور یو چې نړیواله ټولنه دې له دغو دوو حکومتونو سره مرسته وکړي. دا مهال د مرستو لپاره ښه فرصت برابر شوی چې باید له لاسه ورنکړل شي. په افغانستان کې د انتقال بهیر ختم شو، ښايی په راتلوونکې ځينې ستونزې وې، خو اوس د مرستو ښه وخت دی. موږ باید دغه فرصت ترلاسه کړو او نړیواله ټولنه دې د دغو هڅو ملا ور وتړي".

ملګرو ملتونو، پاکستان او افغانستان موافقه وکړه چې په اګست میاشت کې به په کابل کې سره ګوري چې په اسلام اباد کې د خپلو پرېکړو په برخو کې د پرمختګونو ارزونه وکړي.

پاکستان وايي دوی دهغي موافقي درناوي کوي او ورباندی ژمن دی چې افغان کډوال په دوطلبانه توگه بیرته ستانه شي، خو اسلام اباد داسې کومه اشاره ورنکړه چې د افغان کډوالو د ثبت او نوملیکنې بهیر به د ۲۰۱۵ کال له ډسمبر وروسته هم روان وي که نه.

XS
SM
MD
LG