د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان افغان ولسمشر ته د همکارۍ ډاډ ورکړ.


دافغانستان ولسمشر حامد کرزی د دوشنبی په ورځ اسلام اباد ته د خپل سفر په وخت د پاکستان له لومړي وزیر نواز شریف سره خبرې وکړې. اسلام اباد ته د ولسمشر کرزي د سفر هدف د افغانستان د ۱۲ کلنې جګړې په پاې ته رسولو کې داسلام اباد د مرسته اوهمکارۍ حاصلول دي چې د کابل د حکومت او طالبانو ترمنځ مستقیمې خبرې وسي او پاکستان په دې کې اسانتیاوې راولي.

په دغه دوه ورځني سفر کې ښاغلي کرزي د جون د میاشتې راهیسې کله چې نواز شریف د پاکستان د لومړي وزیر په توګه دنده پیل کړه، د هغه سره د لومړي ځل لپاره ملاقات وکړ.

دافغانستان او پاکستان دمشرانو ترمنځ تشنج د څو کلونو راهیسې په دې مسله روان دی چې افغانستان پرپاکستان تور لګوي چې د طالبانو قوماندانانو ته د پټېدو ځالې برابروي او مرسته ورسره کوي چې په ا فغانستان کې پرځايي قواوو او دامریکا په مشرتابه د نړیوال ایتلاف پرقواوو بریدونه وکړي.

ډېر تحلیل کوونکي وايي چې د دې تمه شته ده چې ښاغلی کرزی خپلې هڅې د پاکستان د همکاری دراجلبولو لپاره په دې برخه کې چې داجګړه پاې ته ورسول ‍شي، زېاتې کړي ځکه چې د ۲۰۱۴ م کال په پای کې به د امریکا په مشرتابه ایتلافي قواوې له افغانستان څخه تر زیاتې اندازې پورې ووزي.


د امریکا غږ خبریال ایاز ګل له اسلام اباد نه په خپل رپوټ کې وايي چې ولسمشر حامد کرزي او د پاکستان لومړي وزیر نواز شریف په یو شمیر پراخو مسایلو باندې خبرې وکړلې چې خپل منځي اړېکې په داسې برخو کې لکه تجارت ، اقتصاد، مخابرات او انرژۍ کې څنګه پراخې اوژورې کړي. دواړو مشرانو دخپلو مالیې چارو د وزیرانو له خوا نه د یوه جامع تړون د لاسلیک کولو څارنه هم وکړ. ددغه تړون په ترڅ کې به د افغاانستان او پاکستان ترمنځ پراخه اقتصادي او انکشافي پروژې منځته راشي.


ولسمشر کرزي وروسته خبریالانو ته وویل چې نوموړي د نواز شریف سره په خبرو کې په دې هم ټینګار وکړ چې دواړه هیوادونه د ترهګرۍ دمخنیوي په برخه کې هلې ځلې زیاتې کړي. " موږ په دې برخه کې دافراطیت خلاف د مشترکو هڅو په برخه کې هم ټینګار وکړ. د پخلاینې اوسولې د منځته راوستلو په برخه کې مو هم په دې هیله خبرې وکړلې چې د پاکستان حکومت به دهغو اسانتیاو په برابرولو کې مرسته وکړي چې په افغانستان کې سوله راوستلی ‍شي، په دې توګه چې د خبرو لپاره فرصت او زمینه برابره کړی ترڅو دافغانستان دسولې عالی شوری او د طالبانو د تحریک ترمنځ خبرې وشي.،،


ښاغلي نواز شریف وویل چې ولسمشر کرزي په یوه ډیر مهم وخت کې پاکستان ته سفر کړی دی. هغه د راتلونکې کال د اپریل په میاشت کې د افغانستان د انتخاباتو مسله هم یاده کړله او له افغانستان څخه یې ددغه کال په پای کې د بهرنیو قواوو د وتلو یادونه وکړله. نواز شریف د پاکستان پیاوړی او مخلصانه ملاتړ په افغانستان کې د سولې او پخلاینی دبهیر په برخه کې یوځل بیا تصدیق کړ."ما ولسمشر کرزي ته ډاډ ورکړ چې پاکستان به نړیوالې ټولنې ته د هرډول سهولت برابرولو په برخه کې خپلو هڅو ته دوام ورکړي چې دغه عالي مقصد سرته ورسېږي. پاکستان به په دې برخه کې هم مرسته وکړي چې سیمه ایزې هڅې او ملاتړ دافغانستان د ثبات لپاره په کار واچول شي. موږ په دې باور یو چې داهڅې د هغو شخړو د اوارولو او بې ثباتۍ دله منځه وړلو لپاره چې له څو لسیزو راهیسې یې زموږ سیمه له ستونزو سره مخ کړېده، ډیرې ضروري دي.،،


د ښاغلي کرزي اداره ادعا کوي چې دیاغي طالبانو مشران د پاکستان دنظامي استخباراتو د ادارې له خوانه ساتل کېږي اومرستې ورسره کېږي خو پاکستان دا تورونه ردوي چې ګنی د دوي دولتي ادارې له طالبانو سره مرسته کوي او یا یې کنټرولوي.

د افغانستان مشران په دې فکر کې دي چې د پاکستان پوځ دا مرسته کولی شي چې د طالبانو چارواکي دې ته چتوکړي چې د افغانستان د سولې د عالی ‍شوری له مشر او غړو سره مذاکرات وکړي. د افغانستان د سولې دعالي شوری مشر هم له ښاغلي کرزی سره په دې سفر کې ملګری دی.

رپوټ په پای کې وايي چې د دواړو مشرانو ترمنځ د دوشنبې له ملاقاتونونه مخکې د پاکستان لومړي وزیر نواز شریف له خپلو سیاسي سلاکارانو سره غونډه وکړله چې په دې خبره غور وکړي چې پاکستان افغانستان سره څه کولی شي.
XS
SM
MD
LG