د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان وايي د افغانستان نه پرې برید شوی


پاکستان وايي د افغانستان نه پرې برید شوی
پاکستان وايي د افغانستان نه پرې برید شوی

پاکستاني مامورین وایي د گاونډي هیواد افغانستان نه جگړه مارو ، د پاکستان په شمال لویدیځ کې په یوې امنیتي پوستې حمله کړیده او مرگانۍ نښته رامنځ ته شوې ده .

دغه حمله پرون ، د پاکستان د بر دیرد قبایلي سیمی په کراکر نومي ځای کې شویده.

پاکستاني مامورین وایي دغو جگړه مارانو، په پاکستاني امنیتی ځواکونو ډزې وکړې اوداسي جگړه ونښته چه لږ تر لږه ١٥ جگړه ماران او یو پاکستانی عسکر په کی ووژل شو.

پاکستانی مشرانو، د دې هیواد په قبایلي سیمه کې په مرگانیو حملو باندي چې هغه جگړه ماران یی کوي چې د افغانستان نه پاکستان ته وراوړي، نیوکه کړې ده.

دغه پراخه سرحدي سیمه چه ددې دوو هیوادونو ترمنځ ده، په دی مشهوره ده چې د القاعدې اود طالبانومربوط جگړه ماران هلته پټیږي.

د افغانستان او پاکستان ترمنځ تاوتریخوالی د هغه وخت راهیسې زیات شویدی چې د افغانستان د استخباراتو مامورینو د پاکستان د پوځ د استخباراتو په ادارې باندې تور ولگاوه چې د افغانستان د پخواني جمهورریس او د سولې د عالي شورا د ریس برهان الدین رباني په وژلو کې چې د سپتمبر په ٢٠ مه ووژل شو، لاس لري.

XS
SM
MD
LG