د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان او پاکستان ترمنځ ناندرۍ


د افغانستان حکومت د پاکستاني لوړ پوړو چارواکو څرګندونې چې د رویټریس خبري آژانس ته یې کړي دي، په کله در کړي دي.

په یوه بیانیه کې چې د افغانستان د باندنیو چارو د وزارت له خوا خپره شوې، راغلي دي چې د نا معلومو پاکستاني چارواکو د تبصرو برعکس د افغانستان ولسمشر چې په ډیموکراتیکه توګه ټاکل شوی دی، په تیرو لسو کلونو کې یې د پام وړ په اندازه هڅه کړې ده چې د پاکستان سره اعتماد او اعتیبار جوړ او زیات کړي.

په بیانیه کې راغلي دي چې د پاکستان په تاریخ کې پرته له افغان ولسمشر حامد کرزي څخه هیڅ بل ولسمشر د پاکستان سره ښې اړیکې او ددغه هېواد سره همکارۍ ته دومره کلیدي لومړیتوب نه دی ورکړی.

د باندنیو چارو د وزارت په بیانیه کې راغلي دي چې د افغانستان د حکومت د دوامداره هلو ځلو په مقابل کې لا د پاکستان د لورې نه مساویانه او ورته ځواب له بده مرغه نه دی ویل شوی چې د افغانستان د هلو ځلو سره سمون وخوري. د افغانستان هلې ځلې چې غواړي د دواړو هیوادونو ترمنځ د همکارۍ، اعتماد او لازیات اطمینان فضا رامنځ ته شي، په واري واري د پامه غورځول شوي دي.

د پاکستان د باندنیو چارو د وزارت لوړ پوړ پوړوچارواکو ویلي دي چې پاکستان د افغانستان د ولسمشر حامد کرزي سره په کار کې د بې اعتمادۍ د فضا له امله ستونزې لري نو ځکه پاکستان نورو ته لاس ورغځوي چې د سولې په بهیر کې پرمختګ وکړي.

پاکستان ته د افغانستان په باثباته کولو کې د یوه کلیدي عنصر په سترګه کتل کېږي او په ګاونډي هېواد افغانستان کې د سولې د بهیر په برخه کې یو بې نظیره رول لري ځکه دغه هېواد د طالب جګړه مارانو سره چې غواړي د ولسمشر کرزي حکومت رانسکور کړي، د ډير پخوا اړیکې لري.

افغانستان بیا پر پاکستان باندي تور لګوي چې پاکستان د طالبانو څخه د نورو ګټو په خاطر ملاتړ کوي او دا ویره ښيي چې پاکستان غواړي د اسلام آباد طرفداره حکومت په افغانستان کې واک ته ورسوي. خو اسلام آباد بیا دغه تورونه ردوي.
د پاکستان د باندنیو چارو د وزارت یو لوړ پوړي چارواکي د رویټریس خبري آژانس ته ویلي دي چې اوس مهال ولسمشر کرزی د افغانستان د سولې د بهیر لپاره تر ټولو ستر خنډ دی. هغه داسي فکر کوي چې د افغانستان ژغورونکی دی خو په اصل کې هغه افغانستان مستقیما د دوزخ پر خوا بیايي.

ولسمشر کرزی وايي چې غواړي د خپلو شرایطو پر بنا سوله وکړي او کیدای سي چې دا اندېښنه هم ولري چې د امریکا متحده ایالات چې راتلونکی کال به خپل ماموریت په افغانستان کې پای ته ورسوي، د طالبانو سره کومه خطرناکه او چټکه معامله ونکړي.

په هر صورت یې پاکستاني چارواکي وايي چې هغوي د ولسمشر کرزي د بې ثباته بیانیوو او پارونکو خبرو له امله مایوسه شوي دي. دوي وايي چې کرزی غواړي چې د افغانستان په بدنامه جګړه کې چې سږ کال یې ۱۲ ام کال دی، ځان وافغانانو ته یو قاطع مشر وښيي.
XS
SM
MD
LG