د لاس رسي وړ اتصالات

د ډاکټر شکیل افریدي مدافع وکیلانو د هغه لپاره د استیناف غوښتنه کړي


د ډاکټر شکیل افریدي

د ډاکټر شکیل افریدي

د بندي شوي پاکستاني ډاکټر شکیل افریدي مدافع وکیلانو په هغه باندي د بند د سزا را ایستلو له کبله استیناف غوښتی دی.

د خیبر پښتونخوا یوې قبایلي محکمې په ډاکټر افریدي باندي تیره میاشت د ٣٣ کالو بند سزا په دې تور را وایستله چي ویې ویل هغه د اسلامي یاغیانو سره مرسته کړې وه. د محکمې په اسنادو کي ویل سوي دي چي ډاکټر افریدي په پاکستان کي د لشکر اسلام د لغوه شوي یاغي ډلي له قوماندانانو سره کتلي و او د هغوي طبي علاج یې کړی او مالي مرستي یې ورسره کړي وې.

خو په دې استیناف غوښتنه کي په هغه باندي دغه لگیدلي تورونه رد شوي دي. په هغه کي ویل سوي دي چي ډاکټر افریدي د لشکر اسلام سره هیڅ اړیکي نه درلودې او په حقیقت کي ددغي ډلي له خوا هغه په ٢٠٠٨ کال کي تښتول سوی او ١٠ زره ډالره باج یې ځینی غوښتی و.

د امریکا غږ د اردو خپروني یوه خبریال پرون د جمعې په ورځ د ډاکټر افریدي د ورور جمیل افریدي له قوله وویل چي په هغه باندي دا لگول شوي تورونه بې اساسه دي. جمیل افریدي ډاډ څرگند کړ چي ورور به یې خوشي سي.

د خیبر پښتونخوا یوه پخواني چارواکي رستم شاه مهمند امریکا غږته وویل چي د ډاکټر افریدي استیناف به مشکل وي ځکه چي د هغه دوسیه به د یوه کمیشنر له خوا چي ملکي مامور دی څیړل کیږي. رستم شاه مهمند وویل:

« ملکي مامورین په پاکستان کي د حکومت تر لاس لاندي کار کوي. هغوي هر هغه څه چي حکومت ورته وایي ترسره کوي.»

د امریکا متحده ایالاتو ډاکټر افریدي ته دا سزا ورکول غندلي او د هغه خوشي کیدل یې غوښتي دي. مگر رستم شاه مهمند وایي چي زیاتره پاکستانیان فکر کوي چي دا سزا مناسبه او عادلانه ده.

XS
SM
MD
LG