د لاس رسي وړ اتصالات

د القاعدې سازمان د یرغمل شوي امریکايي ویډیو خپره کړې


د القاعدې ترهګریز سازمان یوه وېډیوه خپره کړې چې په کښي امریکايي یرغمل شوی کس ښودل کېږي چې د امریکا د ولسمشر نه غواړي چې د ترهګرو غوښتنې که ونه مني نو هغه به ووژل شي. څارونکي ډلې وايي چې د القاعدې د رسنیو برخې د وارن واین شتاین دغه درې دقیقه ایې ویډیو پرون د یکشنبې په ورځ په جهادي ویب سایټونو کې خپره کړې ده.

په ویډیو کې واین شتاین ولسمشر اوباما مخاطب کوي او وايي چې که چیري تاسي د دوي غوښتنې ومنیْ نو زه ژوند کولای شم که یې ونه منیْ زه به ووژل شم. هغه دغه راز خپلې میرمنې ته هم وايي چې روغتیايي وضیعت یې ښه دی.

د القاعدې مشر ایمن الزواهري د تیرکال د ډیسمبر په میاشت کې وویل چې وین شتاین به تر هغه پوري آزاد نشي ترڅو چې امریکا پر مسلمانو هیوادونو باندي خپل هوايي بریدونه درولي نه وي. دغه راز الزواهري د امریکا نه وغوښتل چې د القاعدې او طالبانو بندیان دي هم آزاد کړل شي.

۷۰ کلن واین شتاین پروسږکال د لاهور په ښار کې د خپل کور نه وروسته له هغه نه وتښتول شو چې پاکستاني ساتونکو یې د یاغیانو سره په جګړه کې ماتې وخوړله.

هغه په پاکستان کې د جې عي اسوشید په نامه د یوې مشورتي او څیړنیزې کمپنۍ مشري کوله چې عمومي مرکز یې په امریکا کې دی.

XS
SM
MD
LG