د لاس رسي وړ اتصالات

چوهدري: که وغوښتل شي د افغانستان لپاره پر ډیورند کرښې تاسیسات جوړوو


د پاکستان پوځ د ډیورند کرښې په ځېنو برخو کې د کټارو لګول پیل کړي دي.

د امریکا په متحدو ایالتونو کې د پاکستان سفیر، اعزاز احمد چوهدري وایې چې د ډیورند کرښې ښه مدیریت د افغانستان او پاکستان په ګټه دی.

چوهدري چې په واشنګټن کې یې د امریکا د سولې په انسټیټوټ کې د افغانستان او پاکستان د اړیکو په اړه خبرې کولې، وویل چې پر ډیورند کرښې د سرحدي تاسیساتو جوړول د ترهګرو او ورانکارو ډلو د تګ راتګ مخه نیسي.

پاکستاني دیپلومات په داسې حال کې په پولې کې د امنیت ساتلو خبره کوي چې د پاکستان پوځ د ډیورند کرښې په ځېنو برخو کې د کټارو لګول پیل کړي دي.

په واشنګټن کې د پاکستان سفیر وویل: "په سرحد کې هیڅ دیوال نه دی جوړ شوی بلکه سرحدي تاسیسات جوړ شوي دي. پدغو تاسیستاتو کې د مهاجرت دفتر، ګمرک او د مساپرو لپاره بیت الخلاوې شته. موږ خپل حق بولو چې دا کار وکړو پدې توګه متمدنې پولې مدیریت کیږي. موږ له افغان غاړې څخه ددغه شان امکاناتو د برابرولو تمه لرو. که وغوښتل شي موږ د افغانانو لپاره د ورته تاسیساتو د جوړولو وړاندیز کوو."

د پاکستان د اردو لوي درستیز، قمر جاوید باجوه د دوشنبې په ورځ [مارچ ۲۷] وویل چې اسلام آباد افغانستان ته نږدې د باجوړ او مهمند د قبایلي سیمو په "خطرناکو برخو" کي د اغزن تار لګول پیل کړي دي.

د پرله پسې اړیکو سره سره، امریکا غږ وتوانید چې د پاکستان د سفیر د تازه څرګندونو په باب د افغانستان د بهرنیو چارو او دفاع وزارتونو نظر واخلي.

په واشنګټن کې د پاکستان دیپلوماتان وایې چې اسلام آباد د افغانستان په اړه د واشنګټن نوې پالیسۍ ته انتظار باسي چې له مخې یې وکولې شي د افغانستان په باب د امریکا له حکومت سره کار وکړي.

د یو شمیر امریکايي سیاستوالو په ګډون افغان حکومت تل پاکستان تورن کړی چې د طالبانو او حقاني شبکې په شمول له ترهګرو ډلو څخه ملاتړ کوي.

پاکستان تور لګوي چې پاکستاني طالبان په افغانستان کې دیره دي او له افغان چارواکو څخه غواړي چې د ملیشه ډلو پټنځایونه له منځه یوسي. افغان حکومت دغه ادعا تل رده کړې ده.

XS
SM
MD
LG