د لاس رسي وړ اتصالات

ایا پاکستان او هند د یوې بلې جگړې په درشل کې دي؟


د هغې نه وروسته چې مودي د هند د ولکې لاندې کشمیر ځانگړی حیثیت ختم کړ، د هند او پاکستان ترمنځ د یوې بلې جگړې د امکاناتو په اړه بحثونه پاریدلې دي.

پدې اړه په یو تازه اقدام کې نن په پاکستان کې "توره ورځ" وه. د ملک په مختلفو سیمو کې لسگونه زره کسانو د اگست ١٥ د تورې ورځې په نامه وغندله او د هند ضد یې د جنگ شعارونه ورکړل. دا د هند د خپلواکۍ ورځ ده.

نن د هند د ازادۍ ورځ یعني د ١٥ اگست ورځ په پاکستان کې توره ورځ ولماځل شوه
نن د هند د ازادۍ ورځ یعني د ١٥ اگست ورځ په پاکستان کې توره ورځ ولماځل شوه

د پاکستان او هند ترمنځ د کشمیر په اړه د پریکړې نه وروسته د جگړې څه امکان شته دی، د چارو ځینې کارپوهان وایي چې دواړه ملکونه جنگ نه کول غواړي.

د پیښور په پوهنتون کې پروفیسره نورین نصیر د هیڅ ډول پوځي شخړې امکان ردوي او وایي چې دواړه ملکونه دا توان نه لري ځکه دواړه اتومي وسلې لري.

هغې امریکاغږ ته وویل: "د کشمیر په اړه د هند د وروستي اقداماتو نه وروسته چې دواړو ملکونو کوم ډول رویه خپله کړله، دا ښیي چې دواړه ملکونه د جنگ نه ډډه کوي."

نورین نصیر وایي چې هر څو د دواړو ملکونو ترمنځ به مخامخ جنگ و نه شي خو دوي به د یو بل ضد خپل گوډاگیان او لاسپوڅي کاروي او هم هغه پخوانۍ لانجې به دوام ولري.

نورین نصیر وایي چې نړیوالو د کشمیر په اړه د هند دریځ منلی دی او هغوي د کشمیریانو په مسله کې دومره علاقه نه لري.

د یادونې وړ ده چې د جمعې په ورځ ملگري ملتونه د تړلو دروازو شاته د کشمیر په اړه خبرې کوي چې دغه د پاکستان د بهرنو چارو وزیر شاه محمود قریشي خپل بری گڼلی دی.

په نوي ډیلي پوهنتون کې د نړیوالو اړیکو پروفیسر ابیناو پرکاش هم د اغلې نصیر دریځ تائیدوي او وایي چې دواړه ملکونه جنگ نه غواړي.

پروفیسر ابیناو پرکاش امریکاغږ ته وویل: "جنگ څوک زغملې نه شي خو جنگونه هله کیږي چې ضروري شي. پاکستان د تیرو څو لسیزو راهیسې د هند ضد خپل جهادي ډلې کاروي او هند ورته صبر کوي. نن د ازادۍ د ورځې په مهال په وینا کې، صدراعظم مودي د پاکستان نوم هم وا نخیست، لدې پرته چې عمران خان د هند او د مودي ضد ډیر پروپیگنډ کوي."

د یادونې وړ ده چې د کشمیر د ځانگړي حيثیت د ختمولو په نتیجه کې به اوس هندیان وکولی شي چې په کشمیر کې ځمکې واخلي.

د پاکستان او هند ترمنځ په کال ١٩٦٥ او ١٩٧١ کې دوه لوی جنگونه شویدي. په ١٩٩٩ کال کې هم د دواړو ترمنځ د کارگل کې پوځي شخړه وشوه خو دهغې نه وروسته چې دواړو ملکونو اتومي قدرت ترلاسه کړیدی، دواړه د جنگ نه ډډه کوي.

  • 16x9 Image

    نزرانه یوسفزۍ

    نزرانه غفار  د ۲۰۱۱ کال راهیسي په واشنګټن کې د امریکاغږ سره د ژورنالستې او نطاقې په حیث کار کوي. نزرانه یوسفزۍ د انګلستان د مانچسټر د پوهنتون نه د بشري حقونو او نړیوال قانون په برخې کې خپله ماستري اخیستې ده.

XS
SM
MD
LG