د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان: امریکایانو شمسي هوايي اډه پرېښوده


پاکستان: امریکایانو شمسي هوايي اډه پرېښوده

پاکستان: امریکایانو شمسي هوايي اډه پرېښوده

پاکستان وایي د امریکا پوځ د ټاکلي وخت سره سم نن ددغه هیواد په جنوب لویدیځ کې هوایی اډه خالي کړیده. د پاکستان حکومت دغه اقدام د ناټو په هوایي حمله کې د پاکستان د پوځ د ۲۴عسکرو د وژل کیدو په بدل کې وکړ.

د پاکستان اردو وایي نن یې د بلوچستان د ایالت شمسي نظامي اډه چې امریکایانو ترینه د وروستي پرواز په ترڅ کې خپل پرسونل او سامان الات وایستی، په خپل کنترول کې ونیوله.

امریکایي مطبوعات وایي د امرېکا پوځ ددغې اډې نه په تیرو څو کلونو کې د افغانستان سره سرحد ته نږدې د القاعدې او طالبانو د جگړه مارانو په ضد د ډرون د الوتکو د عملیاتو دپاره کار اخیستی. تر اوسه پوري لا د دې اډې نه د امریکایی مامورینود وتلو خبره نه دی تصدیق شوی.

XS
SM
MD
LG