د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان:پوځ په ځوابي برید کې ۱۴ یاغیان وژلي دي


پاکستاني مامورین وایي لس گونو جگړه مارانو په پاکستان کې، د ملیشو په تاڼې حمله کړیده لږ ترلږه درې عسکر یی وژلي دي. د پاکستان سرحدي پوځ ، فرنټیر کور، وویل لږ تر لږه ١۴ یاغیان د عسکرو په ځوابی حمله کې نن د مومندو په قبایلي سیمې کې چې د افغانستان سرحد ته نژدې سیمه ده، وژل شویدي.

سمدستی د دې جگړه مارانو هویت نه دی څرگند شوی، خو افغان او پاکستاني طالبان د سرحد په دواړو غاړو کې سنگرونه لري.

پاکستان تر فشار لاندی دی چې د جگړه مارانود پناه ځایونو د تباه کولو دپاره نوراقدامات وکړي. دغه فشار د هغه وخت راهیسي په پاکستان باندي زیات شویدی چې په تیر کال کې د امریکا په پوځي عملیاتو کې القاعدې رهبر اسامه بن لادن په ایبټ اباد کې ووژل شو.

XS
SM
MD
LG