د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان د پوځ نوي مشر کار پیل کړ


 جنرال باجوه به د دریو کلونو لپاره د پاکستان د پوځ په توگه دنده ترسره کړي.
جنرال باجوه به د دریو کلونو لپاره د پاکستان د پوځ په توگه دنده ترسره کړي.

د پاکستان د پوځي مخکني لوی درستیز راحیل شریف د خپل ځای ناستي د پیژندنې په مراسمو کې هند ته خبرداری ورکړ چې د اسلام آباد حوصلې دې نه نوره نه آزمایي.

پاکستاني پوځيانو چې د سه شنبې په ورځ په راولپنډۍ کې د دغه هېواد د پوځ د نوي قوماندان د کار د پیل په موخه سره غونډ شوي شوي وو په سیمې کې روان امنیتي حالت پیچلی وبلل.

د پاکستان د پوځ نوی مشر، جنرال قمر جاوید باجوه داسې مهال د پوځي چارو واګي په لاس کې اخلي چې د کشمیر پر سر له نوې ډهلي او د افغان دولت د وسله والو مخالفینو د پټنځایونو پر سر له کابل سره د اسلام آباد اړیکي تر بل هر وخت ترینګلې شوې دي.

جنرال باجوه به د جنرال شریف پر ځای به درې کاله د پاکستان د ځمکنیو ځواکونو لوی درستیز وي. په پاکستان کې د پوځ د مشرتابه موده درې کاله وي خو مخکې ځینې داسې پوځي مشران پاته شوي دي چې منتخیبو حکومتونو یې کاري موده غځولې ده.

جنرال شریف وویل "په سېمه کې امنیتي حالت پیچلی دی او هغه ستونزې چې هېواد مو ورسره لاس او ګریوان دی لاختمې نه دي. اړتیا ده ترهګري له منځه یوسو او ټول ځواک دې په یو صف کې سره ودریږي."

راحیل شریف، د پاکستان پخوانی لوی درستیز
راحیل شریف، د پاکستان پخوانی لوی درستیز

د نوي لوی درستیز ستونزې

پدې وروستیو کې په اټومي وسلو سمبال د پاکستان او هند هېوادونو ترمنځ اړیکې په کشمیر کې د نښتو او ناکراریو له امله خرابې شوي دي. په یوه تازه پېښه کې نن د هند تر کنټرول لاندې کشمیر کې یاغیانو د هندي ځواکونو پر یوې پوځې اډې وسله وال برید وکړ.

د لومړنیو راپورونو له مخې دوه هندي سرتیري په دغه برید کې ټپیان شوي دي. د روانو ناکراریو په اوج کې د پاکستان د پوځ تلونکی مشر، هند ته خبرداری ورکوي چې د اسلام آباد زغم دې نه آزمایي.

د پاکستان د پوځ تلونکي مشر وویل "زه غواړم هند ته واضحه کړم چې زموږ د مجبوریت او حوصلې تګلارې ته د کمزورۍ په سترګه کتل به خطرناک تمام شي".

د پاکستان د پوځ نوی مشر، قمر جاوید باجوه چې یو مهال په کشمیر کې د خپل هېواد د وسله والو ځواکونو قوماندان پاتې شوی پدې لټه کې به وي چې له هند سره روانه کړکیج څنګه اواره کړي.

هغه به دا رنګه له ترهګرۍ سره په مبارزې او په خپلې خاورې کې د افغانستان دولت وسله والو مخالفینو ته د امنو پټنځایونو د برابرولو سترو ننګونو سره هم مخامخ وي.

پاکستان د شمېر له مخې د نړۍ شپږم ستر پوځ لري. د پوځي چارو سربیره د دغه هېواد پوځ د افغانستان او هند په تړاو د اسلام آباد بهرنۍ پالیسي هم تنظیموي او پراخ تجارتي تاسیسات لري.

XS
SM
MD
LG