د لاس رسي وړ اتصالات

شمالي وزیرستان کې د پي ټم ام پر پلویانو ډزې شوي


د شمالي وزیرستان په خړ کمر سیمه کې د پښتون ژغورنې غورځنګ پر غړو په ډزو کې له ۲۵ نه تر ۳۰ کسان ټپيان شوي دي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ مشر او د پاکستان د ملي پارلمان غړي محسن داوړ ویلي چې پر دوی او ملګرو یې د خړ کمر د امنیتي پوستې ساتونکو ډزې کړي دي.

محسن داوړ ویلي چې د ډزو پر مهال دی خپله هم پر لاس لګېدلی دی.

هغه زیاته کړې چې د دغه امنیتي پوستې ساتونکو د پښتون ژغورنې غورځنګ یو بل مخکښ مشر علی وزیر هم نیولی دی.

نوموړي ویلي، چې پاکستاني سرتېري د ده او علی وزیر د وژلو پلان لري.

د پښتون ژغورنې غورځنګ غړي خړ کمر ته په یوه اعتراضیه غونډه کې د ګډون لپاره روان چې یادې سیمې ته نژدې دغه پېښه رامنځته شوې ده.

په ټولنیزو رسنیو کې هم لیدل کېږي چې خلک د پېښې له ځایه ټپيان انتقالوي.

تر دا مهاله معلومه نه ده چې یادې ډزې ویلې رامنځته شوي دي.

XS
SM
MD
LG