د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستاني ځواکونو ۱۸ کسه یاغیان وژلي دي


پاکستاني چارواکي وای‍ي چې د دې هیواد اردو د یکشنبې په ورځ بیا د شکمنو وسله والو په مرکزونو هوایي بمباري کړې او اتلس کسه یاغیان یې وژلي دي.

چارواکې زیاتوي چې ننۍ بمباري د خیبر پښتونخواه د تیراه په دره کې شوې او د بمونو جوړولو یوه کارخانه او د چاودیدونکو موادو ذخیره یې له منځه وړې ده.

د شنبې په ورځ هم د پاکستان د اردو جنګي هليکوپترو د هنګو د ټل په سیمه کې بمباري کړې وه او نهه تنه وسله وال یې وژلي وو. تر هغې وړاندې یې د چهارشنبې په ورځ په شمالي وزیریستان کې په بمباري کې پنځلس تنه وسله وال یاغیان وژلي وو.

د پاکستان د حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرې هغه وخت ختمې شوې چې د درویشتو تښتول شویو پاکستاني ملیشه ځواکونو مړي وموندل شول.
XS
SM
MD
LG