د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان پوځ: ۱۸ جګړه ماران مو وژلي


د پاکستاني پوځ په یوه اعلامیه کې ویل شوي چې د خیبر ایجنسۍ په سیمه کې یې د وسله والو ډلو پر وړاندې په تعرضي عملیاتو کې لږ تر لږه ۱۸ سخت دریځه وسله وال وژلي دي.

دوی وایي پدې عملیاتو کې چې پرون د شنبې په ورځ ناوخته تر سره شول، د وسله والو د پټیدو پنځه مرکزونه پ هم له مینځه وړل شوی دي.

د پاکستان پوځ ویلي دي چې پدې عملیاتو کې د جنګي جیټ الوتکو نه کار اخیستل شوی او د وسله والو پټن ځایونه او مرکزونو دقیق په نښه شویدي.

د پوځ په اعلامیه کې راغلي دي چې په عملیاتو کې د وسلو او مهماتو ګڼ شمیر ذخیرې هم له منځه تللي دي.

د پاکستان پوځ د خیبر په درې کې د هغو وسله والو ډلو په خلاف پوځي عملیات کوي چې د شمالي وزیرستان نه راتښتیدلي دي.

پوځ شاوخوا یوه میاشت کیږي چې په شمالي وزیرستان کې یې د وسله والو ډلو په خلاف تعرضي عملیات پیل کړیدي.

په خیبر ایجنسۍ کې د عملیاتو له وجې په زرګونه خلک کډه کیدو ته مجبوره شویدي چې زیات شمیر ېې د پیښور ښار ته تللي دي.

XS
SM
MD
LG