د پاکستان حکومت د هغه ویډیو ګیم پر کارولو بندیز ولګوه چې د پېښور په پوځي ښوونځي باندې د برید څخه په الهام اخیستلو جوړ شوی و.
په هغه برید کې چې د ډسمبر په ۱۶ نېټه وشو، شاوخوا ۱۵۰ کسان ووژل شول چې ډېر یې د ښوونځي زده کوونکي وو. نهه وسله وال طالبان ښوونځي ته ننوتل او په زده کوونکو او ښوونکو یې ډزې وکړې، ښوونځی يې د څو ساعتونو لپاره یرغمل کړی و چې بیا برید کوونکي د پوځ په ډزو ووژل شول.
دغه ویډیو ګیم چې "د پاکستان د پوځ غچ اخیستل" نومېده، د دوشنبې په ورځ په داسې حال بند شو چې په ټولنیزو رسنیو کې يې پر ضد پراخ کمپاین شوی و.
د پنجاب د معلوماتي ټکنالوژۍ بورډ په "ګوګل پلی" کې دغه ویډیو ګیم خپور کړی و.
په ویډیو ګیم کې د پاکستان د پوځ په لباس سرتېري په ښوونځي کې دننه اورپکي او طالبان په ډزو وژني.
د اسوشیټټ پرس خبري اژانس وايي، د پاکستان د ډان مشهورې انګلیسي ورځپاڼې د خپلې دوشنبې په ګڼې کې پر دغه ویډیو ګیم ملنډې ووهلې او بیا په ټولنیزو رسینو کې يې خلکو پر جوړونکو کلک انقادونه وکړل چې د پېښور پر غمیزې تجارت او سوداګري کوي.
له دغو نیوکو وروسته د پنجاب د معلوماتي تکنالوژۍ د بورډ مشر ډاکټر عمر سیف په خپل ټویټر کې ولیکل " دغه کیم لېرې کړل شو. له تاسو ټولو مننه چې دغه تېروتنه مو را په گوته کړه او موږ هم اقدام وکړ. "
د دوشنبې په غرمه بیا دغه ویډیو ګیم د ګوګل پلای نه لېرې کړل شوی و.
اخوا، پاکستان پر یوټیوب لګېدلی بندیز هم لېر کړ. د پاکستان حکومت په ۲۰۱۲ کال کې هغه مهال پر یوټیوب بندیزو ولګوه چې ځینو په کې پر مسلمانانو د تیریو او زورزیاتي ویډیوګانې خپرې کړې.
د پاکستان حکومت ویل چې شاید د دا ډول ويډیوګانې لیدل، خلک ورانکاریو ته وپاروي.