د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان پولیسو څو کسه مشکوک کسان پر ۱۴ کلنې ملالې یوسفزۍ باندې د برید د تور په خاطر نیولي دي.
چارواکي وايي چې دغه ګرفتاري د پاکستان په شمال لویدیځ کې د سوات په سیمه کې شوې ده چیري چې د سې شنبې په ورځ طالبانو پر ملالې یوسفزې باندي هغه مهال برید وکړ چې هغه د خپلې ښوونځې نه د کور پر لورې روانه وه.

تر اوسه پوري د ګرفتارۍ په هکله ډیر لږ جزیات خپاره شوي دي.

د دې نه مخکي د پاکستان د پوځ ویاند وايي چې ۱۴ کلنه ملاله یوسفزی چې روانه اونۍ د طالبانو له خوا وویستل شوه، په ښه وضیعت کې ده.
تورنجنرال آسیم سالیم بجوا نن د جمعې په ورځ وویل چې راتلونکې څو ورځې به د ملالې لپارې حیاتي وي. هغه اوس هم په اوښ کې نه ده راغلې.

په سوات کې د طالبانو یوه ویاند د جمعې په ورځ وویل چې ددغې ډلې مشرانو څو میاشتې مخکي پریکړه کړې وه چې یوسفزۍ ووژني او د هغې د وژل لپاره یې څو وسله والو کسانو ته دنده سپارلې وه.

ټول پاکستانیانو په بیلابیلو جوماتو کې د نن د جمعې د لمانځې وروسته د ملالې د ښه صحت لپاره دعاګانې وکړې.
XS
SM
MD
LG