د پاکستان په شمال لویدیځ کې پر یوه بس موټر باندي بمي چاودنه شوې لږ ترلږ ۱۹ کسه په کښي وژل شوي دي چې ۶ تنه یې ښځې دي. چارواکي وايي چې د جمعې د ورځې په برید کې چې د پېښور په ښار کې وشو، ۳۵ کسه ټپیان شوي هم دي. دغه سیمه د افغانستان سره سرحد ته څیرمه د پاکستان قبایلي خودمختاره سیمو ته نږدې ده.
په بس موټر کې حکومتي کارکونکي او نور سپرلۍ سپاره وو او د پېښور ښار او چارسدې ښارګوټي ترمنځ د حرکت په حال کې وو.
تر اوسه پوري هېچا د دې برید پړه په غاړه نه ده اخیستې خو پاکستاني طالبانو پخوا هم په دغه هېواد کې ورته بریدونه کړي دي.
د پاکستان په قبایلي علاقه کې پاکستاني او افغاني طالبان او د القاعدې سره تړلې افراطي ډلې حضور لري او د سرحدي سیمو نه په خپله نفع کار اخلي چې په افغانستان کې د افغان او ناټو ځواکونو پرضد بریدونه وکړي.
پرون د پنجشنبې په ورځ د امریکا د دفاع وزیر پر پاکستان غږ وکړ چې په دغه هېواد کې دي د ترهګرو د ځالو په خاطر یو څه وکړي ځکه د هغه په وینا د امریکا د صبر او حوصلې کاسه نوره ډکه شوې ده. ښاغلي پنتیا دغه څرګندونې افغانستان ته خپل د یوه سفر په لړ کې وکړې.