د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان وايي د سند بریدګر افغانستان کې پناځایونه لري


د پاکستان د صدراعظم د بهرنیو اړیکو مشاور د افغانستان د ملي امنیتت له مشاور حنیف اتمر سره په تیلیفون کې خبرې کړې
د پاکستان د صدراعظم د بهرنیو اړیکو مشاور د افغانستان د ملي امنیتت له مشاور حنیف اتمر سره په تیلیفون کې خبرې کړې

د پاکستان د لومړي وزیر د بهرنیو اړیکو سلاکار سرتاج عزیز وايي چې د سند برید د جماعت الاحرار ترهګرې ډلې کړی چې په خبره یې افغانستان کې پټنځایونه لري.

ښاغلي عزیز په دې اړه د افغانستان د ملي امنیت د شورا مشر محمد حنیف اتمر ته په تیلیفون کې د اسلام اباد اندېښنه هم رسولې ده. په کابل کې د پاکستان سفارت د دواړو خواوو ترمنځ د تیلیفوني مکالمې په اړه یوه اعلامیه هم خپره کړې ده.

اعلامیه وايي سرتاج عزیز ښاغلي اتمر ته ویلي هغوی خواشیني دي چې ولې افغان حکومت "د پاکستان له پرلپسې غوښتنو سره بیا هم د دغې ډلې پر ضد اقدام نکوي". اعلامیه وايي چې د "جماعت الاحرار ډله په افغانستان کې پټځایونه او پناه ځایونه لري او له هماغې ځایه نه په پاکستان کې تروریستي بریدونه" کوي.

هاغسې چې د داعش، القاعده، لشکر طیبه، طالبانو او ځینو نورو اورپکو ډلو په اړه معلومات شته، د جماعت الاحرار په اړه ډېر معلومات نه دي ورکړل شوي.

د کابل ځواب

افغان حکومت هم د ښاغليو عزیز او اتمر ترمنځ تیلیفوني خبرې تایدوي خو وايي چې ښاغلي اتمر سرتاج عزیز ته ویلي چې د سند د برید " مسولیت د داعش ډلې منلې او داعش هغه ډله ده چې سلګونه افغانان یې هم وژلي او ژوبل کړي دي".

د افغانستان د ملي امنیت د شورا اعلامیه وايي چې ښاغلي اتمر وویل"داعش د دواړو هېوادونو ګډ دښمن دی او باید پر ضد یې ګډه مبارزه وشي. دواړه هېوادونه باید ترهګرې ډلې په خپلو خاورو کې فعالیت کولو ته پرېنږدي او ترمنځ یې هېڅ توپیر هم ونکړي".

د افغانستان د ملي امنیت اعلامیه وايي کابل اسلام اباد ته ډاډ ورکړی چې افغانستان به له پاکستان او هر بل نړیوال ملګري سره په ګډه د ترویزم پر ضد مبارزه کوي.

د سند برید

د پنجشنبې په ورځ د پاکستان په سند کې د سیهون په سیمه کې د لال شهباز قلندر زیارت کې برید وشو چې شاوخوا ۷۰ تنه یې ووژل. پاکستاني چارواکو ادعا وکړه چې دا برید په افغانستان کې مېشتې اورپکې ډلې کړی دی.

د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو مشر تورنجنرال اصف غفوري په خپل ټویټر کې لیکلي چې افغان چاروکو ته یې د هغوی ۷۶ ترهګرو نومونه ورسپارلي چې د ده په ادعا په افغانستان کې مېشت او فعالیت کوي.

پاکستان له دغه برید ورسوته افغانستان ته تللې لارې او دروازې وتړلې. کابل دا برید په کلکه وغنده او د لارو او دروازو تړل یې له ترهګرۍ سره د مبارزې ښه لار ونه ګڼله.

کابل او اسلام اباد په وار وار یو بل د اورپکو په پاللو او ساتلو تورن کړي خو، هېڅ یو هم دا تورونه نه مني او له همدې کبله د دواړو هېوادونو اړیکې تر پخوا ډېرې خرابې دي.

  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند په ۲۰۱۷ کې په واشنګټن ډي سي کې په امریکايي پوهنتون کې په نړیوالو مطبوعاتو او اړیکو کې ماستري کړې ده. د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی. 

XS
SM
MD
LG