د لاس رسي وړ اتصالات

وسله والو کسانو په کراچۍ کې ۴۵ اسماعیلیان ووژل


ویل کیږي چې په برید کې ۱۶ ښځې هم شاملې دي، او ۱۳ تنه نور ژوبل شوي دي.
ویل کیږي چې په برید کې ۱۶ ښځې هم شاملې دي، او ۱۳ تنه نور ژوبل شوي دي.

په پاکستان کې پولیس وايي وسله والو کسانو د چهارشنبې په ورځ د کراچۍ په ښار کې په اسماعیلي شیعه ګانو برید کړی او لږ تر لږه ۴۵ تنه یې وژلي دي.

دا په روان کال کې په پاکستان کې دویم خونړی برید بلل کیږي، تر دې مخکې د جنورۍ په میاشت کې هم په یو ځانمرګي برید کې لږ تر لږه ۶۲ شیعه ګان وژل شوي وو.

د فرانسې خبري اژانس د چارواکو له خولې ویلي چې په برید کې ۵۴ تنه وژل شوي دي.

د سند د پولیسو مشر غلام حیدر جمالي خبریالانو ته وویل" له روغتون نه موږ په را رسېدلیو لومړنیو معلوماتو کې ویل شوي چې په برید کې لږ تر لږه۴۳ تنه وژل شوي او ۱۳ نور ژوبل دي."

ده وویل " شپږ ترهګر په خپلو موټر سایکلونو راغلل بس ته وختل له توپېر پرته یې په ټولو ډزې وکړي. دوی په ۹ ام ام ټوپکو ډزې کړي او ټول وژل شوي کسان په ۹ ام ام ټوپکو وېشتل شوي دي".

په وژل شویو کسانو کې ۱۶ میرمنې هم شاملې دي. عیني شاهدان وایي برید کوونکو یوازی په بس کې دوه ماشومان او موټروان معاف کړل.

د اسماعیلي شیعه ګانو د ملي شورا یو غړي د همدومره کسانو وژل تائید کړل.

یو امنیتي چارواکي د فرانسې خبري اژانس ته په وینو ککړ یو لیک هم وښود چې په کې د داعش په استازیتوب، د دغه برید د مسولیت اخیستلو ادعا شوې ده.

دا دویم وار دی چې په کراچۍ کې له برید وروسته دا ډول پاڼې موندل کیږي.

عیني شاهدانو پولیسو ته وویل مسافرینو فکر کاوه چې وسله وال غله دي نو دوی هم سمدستی خپل ټول وسایل ورته مخې ته کېښودل چې موبایلونه، پېسې او نورشیان په کې شامل وو خو، برید کونکو ورته وویل سرونه ټیټ کړي او بیا یې پر ټولو ډزی پیل کړی.

یو عیني شاهد نعیم عادل شیخ وايي "په مسافرانو کې زیاتره مېرمنې او ځوانان وو کله چې بس ته دننه شو نو ومولیدل چې مړي هرې خوا ته پراته دي. ډرایور هم له ویرې د پېښې له ځای څخه تښتیدلی و. "

په پاکستان کې د اسماعیلیه ټولنه د ودې په حال کې ده،هغوی د سیاست سره سر او کار نلري او اکثرآ د روغتیا او پوهنې په چارو کې کار کوي.

د پاکستان جنوبی تجارتی مرکز کراچۍ ،له ډیره وخته د قومي قبیلوي، مذهبي او سیاسي تاوتریخوالي له ستونزو سره مخامخ ده.

په پاکستان کې په وروستیو کلونو کې مذهبي تشدد زیات شوی دی په خاص ډول په شیعه ګانو بریدونه، شیعه ګان د پاکستان د نفوس ۲۰ فیصده جوړوي.

XS
SM
MD
LG