د لاس رسي وړ اتصالات

ګارډین: کیاني د تیري په صورت کې د متقابلې حملې امر کړی


ګارډین: کیاني د تیري په صورت کې د متقابلې حملې امر کړی
ګارډین: کیاني د تیري په صورت کې د متقابلې حملې امر کړی

د برتانېې د گارډېن ورځپاڼه د جمعې په ورځ لېکي چې دپاکستان د پوځ مشر خپلو منصبدارانو ته امر کړېدی چې که د ناټود قواو له خوا نه پرې برېد وشي نو پکارده چې سمدلاسه ځواب ورکړي، پرته له دېنه چې دغټو منصبدارانو له خوانه هداېاتو ته انتظار وکړی.

د پاکستان د پوځ مشر دا نوی امر وروسته له هغه نه صادرکړېدی چې د پاکستان 24 عسکر په سرحدي پوستوباندی دناټو دهېلېکوپټرونو په بمبارۍ کې ووژل شول.

دگارډېن رپوټ ليکي چې په دې توگه به د ورځنېو نښتو امکانات د افغانستان اوپاکستان د سرحد په اوږدو کې نور هم زېات شي.

د پاکستان د پوځ نظامي چارواکو نن د جمعی په ورځ د امرېکا غږ ته دا خبره تصدېق کړه چې جنرال کېاني عسکرو ته وېلي دي چی دهرډول تجاوز او تېري ځواب په بشپړه توگه ورکړل شي، بې له دېنه چې د عواقبو او قېمت پروا ېې وشي.

د پاکستان د پوځ مشر، جنرال اشفاق کېاني ،په داخل کې له سخت فشار لاندی دی، ځکه چې د ناټو له خوا نه ېوه اونۍ مخکي د پاکستان پرسرحدي پوستوباندی دوه ساعته بمباري وشوله او 24 تنه عسکر ېې پکې ووژل شول. خود پاکستان هوايي قواو ځواب ورنکړ.

دپاکستان د مشرانو جرگې هم دراېو په اتفاق دغه فېصله منظورکړېده او حکومت ېې دېته هڅولی دی چې د اېنده تجاوزاتو ته په بشپړ قوت ځواب ورکړي.

جنرال کېانی په ېوه لېک کې خپلو عسکرو ته لېکلي دي چې که په تاسي باندی برېد وشي نو تاسی ددې بشپړه ازادي لري چې دخپلو قابلېتونو په حد کې ځواب ورکړی . دا کار په ېوه سطحه هم د سپېناوی او امر ضرورت نلری. په دغه لېک کې وېل شوېدی : " ما په ډېر وضا‍حت باندی امرکړېدی چې د تجاوز هرعمل ته دي په پوره قوت ځواب ورکړل شي، پرته له دېنه چې قېمت اوعواقب ېې په نظر کې ونېول شي ".

دغه لېک په اردو ژبه لېکل شوېدی او قوماناندان به ېې خپلو عسکرو ته ولولي.

د پاکستان پوځ نن د جمعی په ورځ په ېو بل خبر کې وايي چې د مخابرې د نظام د خرابېدو له امله دوي ونکړی شول چې د ناټو بمبارۍ ته په موثر ډول ځواب ووايي. دغه بمباري په دوو سرحدي پوستوباندی شوی وه او 24 تنه پاکستانی عسکر پکې ووژل شول.

د پاکستان پوځ د جمعی په ورځ ووېل چې د دوی قابلېت چې له خپل ځان نه دفاع وکړی، له دې امله زېانمن شوی و، چی دمخابرې په سېستم کې په مختلفو سطحو کې خرابوالی موجود و.

پاکستان وايی ددغه برېد لپاره هېڅ دلېل نه و موجود. د جمعی په ورځ د وخته دوال سترېت ژورنال ورځپاڼی ولېکل چې د پاکستان چارواکو د نومبر په 27 مه د ناټو دهوايي بمبارۍ امر ورکړی وخو په دې نه و خبر چې د دوی خپل عسکر په دغه سېمه کې موجود وو.

دامرېکا د ېوه چارواکي له قوله چې خپل نوم ېې نه اخېسته ، وېل شوېدی چې دافغانانو په مشرتابه ېوه قوه چې امرېکا ېې کومانډوگان هم پکې وو، په طآلبانو پسی په منطقه کې گرځېدل چې دافغانستان او پاکستان د سرحد په اوږدو کې پرې ډزې وشوی.

کومانډوگانو فکر وکړ چې د طالبانو له خوانه پرې ډزې شوېدی خو برېد کوونکی د پاکستان عسکر وو چی په موقتی ډول ېې په دغه ځاې کې پوسته جوړه کړې وه.

XS
SM
MD
LG