د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان د هوايي ځواکونو پر یوې اډې د طالبانو برید


د پاکستان د پوځ ویاند جنرال باجوه وایي په ډزو کې د پوځ یو منصبدار او لس تنه سرتیري وژل شوي دي.

د پاکستان د پوځ ویاند جنرال باجوه وایي په ډزو کې د پوځ یو منصبدار او لس تنه سرتیري وژل شوي دي.

پیښور ته نژدې په بډه بیره کې د پاکستان د هوایي ځواکونو پر یوې اډې باندې د طالبانو په برید کې لږ تر لږ ١٧ کسان وژل شوي دي.

د پاکستان د پوځ ویاند تورن جنرال عاصم باجوه د دې پیښې په غبرگون کې وویل چې د چټک غبرگون قواوی په بډه بیره کې له برید کوونکو سره په نښته کې ١٣ ترهگر وژلي دي.

جنرال باجوه وایي په ډزو کې د پوځ یو منصبدار او لس تنه سرتیري هم وژل شوي دي.

د هغه په وینا وسله والو برید کوونکو عسکري یونیفورم اغوستی و او په دوو ډلو کې د پوځیانو د اوسیدو ځای ته ننوتي وو، چې هلته یوې ډلې یې پر جومات برید کړی و او ١٦ تنه یې چې په عبادت بوخت وو وژلي دي.

د پاکستان د پوځ لوی درستیز جنرال راحیل شریف له برید وروسته د هوایي قواو دغې اډې ته ورغلی و.

د پاکستاني طالبانو یو ویاند محمد خراساني د دې پیښې مسؤلیت په غاړه اخیستی دی.

په جنوبي وزیرستان کې د امریکایي بې پیلوټه الوتکې برید

د افغانستان پولې ته نژدې د جنوبي وزيرستان په قبائیلي سیمه کې د يوې بې پیلوټه امريکایي الوتکې په بريد کې لږ ترلږ شپږ شکمن جنگيالي وژل شوي دي.

د رپوټونو له مخې د جنوبي وزيرستان د سرويکۍ په مندي سيمه کې ډرون الوتکې په يو کور دوه ميزائيل توغولي چې په کې شپږ کسان وژل شوي او په نخښه کړل شوى کور ویجاړ شوى دى.

په جنوبي وزيرستان کې د ډرون دغه بريد په داسې حال کې شوى چې د پاکستان پوځ د افغانستان پولې ته څیرمه د شمالي وزيرستان په قبائیلي سیمه کې د تيرکال د جون د مياشتې راهسې د ضرب عضب په نوم په عملياتو بوخت دي او پوځ دعوه کوي چې په دغو عملياتو کې يې تر دې مهاله څه دپاسه ٣٥٠ جنگيالي وژلي دي.

پاکستان پخپله خاوره د ډرون بريدونه د خپلې خپلواکۍ، بشري حقونو او نړيوالو قوانينو خلاف گڼي، خو امريکایي چارواکي بيا د ترهگرۍ په ضد جگړه کې ډرون بريدونه يوه موثره وسله بولي.

XS
SM
MD
LG