د لاس رسي وړ اتصالات

په خیبر پښتونخواه کې جګړه مارانو امنیتي کسان وژلي


د پاکستان د خیبر پښتونخوا د ایالت مامورین وایي جګړه مارانو په پوځي تاڼې حمله کړیده،لږ تر لږه 13 امنیتي پرسونل او لس کسه ولسي خلک یې وژلي دي.په وژل شوو کسانو کې ښځې او ماشومان هم دي.

دغه مامورین وایي د پوځ په دغه تاڼې باندې چې د خیبر پښتونخوا د سرای نرنگ په ښارگوټې کې ده، د شنبې په ورځ د سباوون محال مخکی حمله وشوه.

امنیتي مامورین وایي چې په دې حمله کې 12 ملیشه هم ووژل شول.
طالبانو ویلي دي چې دا حمله دوي کړیده.

د طالبانو نطاق وویل، څلورو بم چوونکو نن په دغه پوځي تاڼې حمله وکړه. نوموړي وویل چې دا حمله د امریکا د بې پیلوټه الوتکې په حمله کی د طالبانو د دوه قوماندانانو د وژل کیدو د بدل اخستو دپاره شویده.

XS
SM
MD
LG