د لاس رسي وړ اتصالات

په پاکستان کې ماموران وايي،افراطیانو چې د پولیسو یونیفارم يې اغوستی وو، په پیښورکې يي د حکومت د لوړ رتبه مامورپه دفترباندې برید کړی لږترلږه پنځه تنه يې وژلي او اوه تنه نوريي ټپیان کړي دي.

دا برید په پیښور کې د قبایلي سیمې، خیبر ایجنسۍ د پولیټکل ایجنټ یا د مرکزي حکومت د استاځي په دفتر چې په صدر کې موقعیت لري شوې ده.

مامورانو وویل چې په دغو ترورستانو کې لږترلږه دوه تنه يې ځانمرګي بم اچونکي وو چې د دوشنبی په ورځ يې خپل چاودیدونکي مواد په داسی حال کې والوزول چې نوروافراطیانو د امنیتي قواو په انگړباندې ډزې پیل کړې.

په مړو کې د امنیتي چارو څلور ماموران او یوزوړکس شامل و. ددغې حملې مسؤلیت تراوسه پوري چا په غاړه ندی اخیستی خو پاکستاني طالبانو پخوا هم دې ته ورته بریدونه کړي دي.
XS
SM
MD
LG