د لاس رسي وړ اتصالات

طالبانو په پېښور کې په ښوونځي برید کړی، ۱۴١ تنه یې وژلي


پاکستاني طالبان وايي دا برید په شمالي وزیرستان کې د پاکستاني پوځ د عملیاتو په ضد کړی دی.
پاکستاني طالبان وايي دا برید په شمالي وزیرستان کې د پاکستاني پوځ د عملیاتو په ضد کړی دی.

د پاکستان په پېښور ښار کې وسله والو کسانو چې د پوځ یونیفورم یې اغوستي و، پر یو نظامي ښوونځي ورننوتي، لږ تر لږه ۱۴١ تنه وژلي دي او تر ۱۰۰ ډېر نور یې ژوبل کړي دي.

د پېښې ډیری قربانیان د ښوونځي زده کوونکي دي او پاکستاني طالبانو د پېښې مسولیت منلی دی.

د پاکستان د پوځ یو ویاند له برید لږ وروسته وویل چې شپږ برید کوونکي یې وژلي دي او د یو شمېر نورو لټون کوي.

سیمه اییز چارواکي وايي ښايي د وژل شویو شمېر زیات شي او په وژل شویو کې ۱۰۰ زده کوونکي دي.

چارواکي وايي برید کوونکي د سه شنبې په ورځ په پېښور کې د پوځ پر عامه ښوونځي ورننوتل او پر زده کوونکو يې ډزې پیل کړي دي، د دغه ښوونځي کلک امنیت نیول شوی و.

بریدګرو یو شمېر کسان یرغمل کړي

ښوونځي ته د پاکستان د پوځ د کمانډو له رسېدو لا وړاندې، برید ګرو په ښوونځي کې دننه یو شمېر کسان یرغمل کړي وو.

عیني شاهدان وايي بریدګر له کمانډو ځواکونو سره د سپکو او درندو وسله ډزې تبادله کوي، امبولانسونه سیمې ته رسیدلي چې ټپیان او مړي انتقال کړي.

ډاکټران وايي لسګونه زده کوونکي روغتونو کې بستر شوي دي چې د ځینو یې روغتیايي حالت ښه نه دی.

ډاکټران وايي ګڼ زده کوونکي بستر شوي چې د ځینو یې روغتیايي حالت خرابه دی.
ډاکټران وايي ګڼ زده کوونکي بستر شوي چې د ځینو یې روغتیايي حالت خرابه دی.

چارواکو په پېښور کې پر خلکو غږ کړی چې له ټپیانو سره د وینو په ورکولو کې مرسته وکړي.

پوځ وايی چې تصفیوي عملیات یې پيل کړي دي.

د خیبرپښتونخوا ایالتي وزیر پرویز خټک د پېښې په لومړیو کې خبریالانو ته معلومات ورکړل. ده وویل امنیتي ځواکونو دوه بریدګر ووژل او درېیم یې بیا ځان وچاوه.

ښاغلي خټک وویل د ښوونځي ډېره برخه له ترهګرو پاکه شوې ده، خو بریدکوونکو د ادارې په ګډون د ښوونځي ځینې نورې برخې نیولي دي.

د شمالي وزیرستان غچ

پاکستاني طالبان وايي دغه برید یې په شمالي وزیرستان کې د پاکستاني پوځ د هغو عملیاتو په ضد کړی چې په کې ګڼ وسله وال وژل شوي دي.

پاکستاني پوځ څه موده وړاندې، له افغان پولې سره نژدې په شمالي وزیرستان کې د وسله والو طالبانو او نورو اورپکو پر ضد عملیات پیل کړل چې، د دوی په ادعا سلګونه وسله وال یې ووژل او د هغوی ډېر پټ ځایونه او مرکزونه یې هم ورړنګ کړل.

په دغو عملیاتو کې لسګونه زره ولسي خلک هم بې ګوره او سیمې پرېښودلو ته اړ ویستل شول.

د پاکستان صدراعظم نواز شریف پر پوځي ښوونځي برید غندلی او " ملي تراژیدي " یې بللې ده. ښاغلي شریف چې نن پېښور ته ورسېد، وویل دا ډول بریدونه نه شي کولی چې حکومت کمزوری کړي.

د هند د کورنيو چارو وزیر رجنات سنګ په خپل ټویټر باندې دغه پېښه غیر انساني بللې او لیکلي یې دي چې برید د تروریستانو اصلي څېره بربنډه کړه.

د برتانیا لومړي وزیر ډیویډ کامیرون هم په خپل ټویټر باندې دغه برید غندلی او لیکلي دي چې څومزه زړه بوږنوونکی دی چې زده کوونکي د دې لپاره وژل کیږي چې ښوونځي ته ځي.

XS
SM
MD
LG