د لاس رسي وړ اتصالات

په پاکستان کې چارواکي وايي په پېښور کې په یوه پوځي ښوونځي کې د طالبانو برید د لږ تر لږه ۱۴۱ کسانو په وژلو پای ته ورسېد. خو د اسوشیټډ پریس خبري اژانس وايي چې په برید کې ۱۴۵ تنه وژل شوي دي.

په برید کې څه باندې ۱۰۰ نور ژوبل شوي دي.

برید د سه شنبې په ماسپښین په پېښور کې د پوځ پر یوه عامه ښوونځي وشو، د پوځ په یونیفورم کې او په درنو او سپکو وسلو سنبال وسله وال ښوونځي ته ننوتل او وار له واره یې پر زده کوونکو ډزې پیل کړي.

چارواکي وايي په وژل شویو کې ۱۳۲ تنه د ښوونځي زده کوونکي دي چې د ۱۲ او ۱۶ کلونو ترمنځ عمرونه لري. ویل کیږي چې په برید کې د ښوونځي نهه نور کارکوونکي هم وژل شوي دي.

د پاکستاني پوځ یو ویاند وویل چې ځواکونو یې شپږ واړه برید کوونکي ووژل .

پاکستاني طالبانو د دغه برید مسولیت په خپله غاړه اخیستی او ویلي یې دي چې دغه برید یې په شمالي وزیرستان کې د پاکستاني پوځ د عملیاتو په ضد کړی دی. پاکستاني چارواکي وايي افغان پولې ته څېرمه، په شمالي وزستان کې د وسله والو اورپکو پر ضد په ورستیو عملیاتو کې سلګونه وسله وال وژلي، ژوبل کړي او ژوندي نیولي دي، او د دې ترڅنګ د هغوی پټ ځایونه او مرکزونه هم ورړنګ کړي دي.

د یوه زده کوونکي د سترګو لیدلی حال

دپاکستان دانگريزۍ ژبې ورځپاڼې ايکسپريس ټریبيون د هغه زده کوونکي مرکه خپره کړې چې، له پېښې ژوندی وتلی خو بریدګرو یې نور ملګري ووژل.
زده کوونکی عامر علي وايي” زه د خپلو ټولګیوالو سره وم چې ډزې وشوې، مونږ صنفونو ته منډه کړه چې ځانونه پټ کړو، خو برید کوونکي په موږ پسې راغلل او موږ ته یې وویل چې کلمه ووايئ، زه ژوندی پاتې شوم، خو هغوی زما لس ملګري زما په مخکې ووژل."

ډاکټران وايي روغتون ته تر ۱۰۰ ډېر ټپيان وروستل شوي، چې د ځینو یې روغتیايي حالت خرابه دی.

ډاکټران وايي روغتون ته تر ۱۰۰ ډېر ټپيان وروستل شوي، چې د ځینو یې روغتیايي حالت خرابه دی.

یو ځايي خبریال حمیدالله امریکا غږ ته وویل چې ګڼ مېندې او پلرونه روغتون ته راغلي وو او د خپلو ماشومانو او اولادونو د جسدونو په لیدو یې په چیغو چیغو ژړل، ځینو میندو خپل وېښته او ګریوانونه و شکول.

په لارو او کوڅو کې ځای ځای د وینو د ورکولو مرکزونه پرانیستل شوي چې عام خلک ټپیانو ته وینې ورکړي.

ملي ویر

د پاکستان لومړي وزیر نواز شریف، ولسمشر مامون حسین او د پوځ لوی درستیز راحیل شریف دغه برید په سختو ټکو وغنده او یو وحشیانه عمل یې وباله.

لومړي وزیر نواز شریف په هېواد کې د دریو ورځو ملي ماتم اعلان کړ.

جنرال راحیل شریف دا د ټول پاکستاني ولس پر زړه برید وباله او ویې ویل چې په دا ډول بریدونو سره به دوی له ترهګرۍ سره له مبارزې لاس وا نه اخلي. نژدې ټولو لوړ پوړیو پاکستاني چارواکو ویلي دي چې دغه برید دوی کمزوری کولی نه شي، بلکې د ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې به دوی هوډ او عزم لا پسې غښتلی کړي.

نړیوال غبرګونونه

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د پاکستان لومړي وزیر نواز شریف ته ټیلفون وکړ او د دغې پېښې له کبله یې ورسره ژوره خواشیني څرګنده کړه.

د ارګ اعلامیه وايي ولسمشر غني، دغه برید په سختو ټکو وغانده او دغه کار یې یو ستر جنایت وباله.

سپینې ماڼۍ په یوه خپره شوې اعلامیه کې ویلي چې ولسمشر اوباما دا یو کرغېړن او ناوړه جنایت بللی دی او ویلي دي چې " موږ په دغې غمژنې پېښې کې له پاکستاني ولس سره شریک یو."

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري چې دا مهال په لندن کې دی، د زده کوونکو وژل یو نه بخښوونکی عمل وباله.

ځايي خبریال حمیدالله امریکا غږ ته وویل چې ګڼ مېندې او پلرونه روغتون ته راغلي وو او د خپلو ماشومانو او اولادونو د جسدونو په لیدو یې په چیغو چیغو ژړل

ځايي خبریال حمیدالله امریکا غږ ته وویل چې ګڼ مېندې او پلرونه روغتون ته راغلي وو او د خپلو ماشومانو او اولادونو د جسدونو په لیدو یې په چیغو چیغو ژړل

هغه وویل" د پېښې تصویرونه زړه بوږنوونکي دي. ماشومان په امبولانسونه کې انتقالیږي. یو ښوونکی د زده کوونکو په مخکې وژل کیږي. د پوهنې کور، د ویرې او ترهې په کور بدل شو. هر چېرې چې یاست، هر چېرې چې ژوند کوﺉ دوی ټول زموږ اولادونه دي، دا د ټولې نړۍ لپاره یو زیان دی. "

د هند د کورنيو چارو وزیر رجنات سنګ په خپل ټویټر باندې دغه برید غیر انساني بللی او لیکلي یې دي چې "برید د تروریستانو اصلي څېره بربنډه کړه."

د برتانیا لومړي وزیر ډیویډ کامیرون هم په خپل ټویټر باندې دغه برید غندلی او لیکلي دي چې "څومره زړه بوږنوونکی دی چې زده کوونکي د دې لپاره وژل کیږي چې ښوونځي ته ځي."

د امریکا د کانګرس یو غړي کینګزینګر ویلي چې دا څومره وحشیانه دي چې ترهګر راځي او ماشومان وژني.

د پېښور د ترهگریز برید په اړه د پاکستان د عوامي نیشنل گوند لوړپوړي غړی بشری گوهر د نزرانې یوسفزۍ سره په مرکه کې وایي "که چیرته اوس هم د پاکستان حکومت د ترهگرو په وړاندي په خپل دریځ کې بدلون را نه ولي نو دا شان پیښي به ټول هیواد ته خپرې شي. مرکه دلته واورئ:

  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند د هند په اندرا ګاندي پوهنتون کې په سیاسي علومو کې ماسټري کړې ده؛ د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی.

XS
SM
MD
LG