د لاس رسي وړ اتصالات

په یو ځانمرګي برید کي اووه پاکستاني سرتېري ووژل شول


ځانمرګی برید تېره شپه ناوخته افغان پولې ته نژدې په شمالي وزیرستان کې شوی دی.
ځانمرګی برید تېره شپه ناوخته افغان پولې ته نژدې په شمالي وزیرستان کې شوی دی.

د پاکستان پوځ وايي یو ځانمرګي برید کوونکي تېره شپه ناوخته په شمالي وزیرتسان د پاکستان پر پوځ برید وکړ او لږ تر لږه اووه سرتېري یې ووژل .

برید له افغانستان سره پر پولې نژدې د ده ته خیل په هغې سیمې کې وشو چې وسله وال په کې پټ او لا له ترهګرو پاکه شوې نه وه.

چارواکي وايي چې، پوځ دغه اورپکي تعقیب کړي ول او کله یې چې د وړاندې تګ مخه ونیوله، یو تن په کې ځان والوزوه.

د پاکستان د پوځ یو ویاند وویل چې دوی له وسله والو سره یوه قوي جګړه هم وکړه او ۱۹ تنه یې ووژل خو، د پاکستان پوځ نه دي ویلي چې دغه ۱۹ وسله وال یې تر ځانمرګي برید مخکې وژلي که وروسته، او نه یې هم د وژل شویو کسانو هویت ښودلی دی.

تراوسه، پر پاکستاني پوځ د شوي ځانمرګي برید مسولیت هم چا نه دی اخیستی.

د پاکستان پوځ د ۲۰۱۴ کال د جولاۍ په میاشت کې په شمالي وزیرستان کې هوايي او ځمکني بریدونه وکړل چې سیمه له وسله والو پاکه کړې.

شمالي وزیرستان د القاعدې او ډېرو نورو بهرنیو جنګیالیو لپاره پناه ځای بلل کېده.

داسې ویل کیږي چې افغان طالبان هم په شمالي وزیرستان کې پټ ځایونه او د روزنې مرکزونه لري او له همدغه ځایه په افغانستان کې پر بهرنیو او افغان ځواکونو د بریدونو پلانونه جوړوي.

خو، د پاکستان پوځ بیا وايي چې د ضرب عذاب په نامه یې په هوايي او ځمکنیو عملیاتو کې چې په شمالي وزیرستان کې روان دي، د ترهګرو ډېر پناه ځایونه ویجاړ او خراب کړي او ګڼ اورپکي یې ووژل، ژوبل کړل او یا ژوندي ونیول.

په دغو عملیاتو کې د پاکستان یو شمېر سرتېري هم وژل شوي او ژوبل شوي دي.

پر پاکستاني پوځ دا ځانمرګی برید داسې مهال کیږي چې د شنبې په ورځ د امریکا د بې پیلوټه الوتکې په یو برید کې په شمالي وزیرستان لږ تر لږه نهه مشکوک ترهګر ووژل شول.

XS
SM
MD
LG