د لاس رسي وړ اتصالات

په کراچۍ کې په نظامیانو خونړی برید شوی


په ۲۰۱۵ کال می میاشت کې هم په کراچۍ ښار کې په یوبس موټر حمله وشوه او لسګونه کسان مړه شوو
په ۲۰۱۵ کال می میاشت کې هم په کراچۍ ښار کې په یوبس موټر حمله وشوه او لسګونه کسان مړه شوو

پاکستاني پولیس وایي په کراچۍ ښار کې ناپیژانده وسله والو د اردو په موټرو حمله وکړه، دوه عسکر يي ووژل او بریدکوونکي وتښتیدل.

د تروریزم ضدمبارزې پولیسو وویل ګمان کوي چې د سه شنبې(جولای ۲۶) په ورځ د کراچۍ ښار په صدرناحیه کې په ګڼې ګوڼې وضعیت کې پر روانو موټرو څو ډزې وکړې او دواړه بریدکوونکي د موټرسایکل په وسیله وتښتیدل.

د پیښې په ځای کې د کراچۍ امنیه قوماندان مشتاق مهر خبریالانو ته وویل حمله د مازیګر څلور بجې شاوخوا وشوه او په برید کې ویشتل شوی عسکر مړ دي او یوتن بل سخت ټپي دی.

په کراچۍ کې د جناح روغتون یو ډاکټر سمیع جمالي وروسته د دویم عسکر د مړه کیدو خبر هم ورکړ او وی ویل چې مړ شوی عسکر په اوږې، غاړه او سر لګیدلی و.

ددی برید مسولیت چا ندې اخستې.

په کراچۍ ښار کې ایالتي قوا د وسله والو یاغیانو پرضد عملیاتو کې مصروفه ده او د متحده قومي تحریک په نوم یوه قومي ډله ایالتي ځواک پدې ګرمه ګڼي چې د هغوئ کارکر په نښه کوي.

  • 16x9 Image

    سید سلیمان آشنا

    سید سلیمان اشنا د تلویزون، رادیو او ډیجټل میډیا په برخه کې دولس کلنه تجربه لري او د ٢٠٠٦ کال راهیسې د امریکا غږ د افغانستان څانگې سره همکار دی.

XS
SM
MD
LG