د لاس رسي وړ اتصالات

داعش د کوټې د برید مسولیت ومانه، برید کې ۶۱ تنه ووژل شول


ولسمشر غني د کوټې برید غندلی او هغه یې د ترهګرو کار بللی دی
ولسمشر غني د کوټې برید غندلی او هغه یې د ترهګرو کار بللی دی

د اسلامي دولت ډلې داعش ادعا کړې چې د پاکستان د بلوچستان ایالت د کوټې برید دوی کړی دی. د داعش اړوندې، اعماق، په ویب پاڼې کې د دریو کسانو تصویرونه خپاره شوي چې داعش وايي د کوټې بریدګر دي.

له دغو کسانو سره وسلې او ماشیڼ ګڼې لیدل کیږي، بریدګر د پولیسو د رونې یو مرکز په نښه کړی چې په کې ۶۱ تنه ووژل شول او ۱۲۰ نور ژوبل دي. ډېر وژل شوي او ژوبل شوي د مرکز روزونکي دي.

په همدې حال کې د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني دا برید غندلی دی او هغه یې د ترهګرو کار بللی دی.

ولسمشر غني په یوې اعلامیې کې ویلي چې ترهګرو یو وارې ګڼې کورنۍ د ویر په ټغر کینولي او دا چې تروریزم دین، مذهب او قوم نه پيژني. ښاغلي غني د همدغه برید په پلمه یو وارې بیا په سیمه ییزه او نړیواله کچه د تروریزم پر ضد د جدي او مشترګې مبارزې غوښتنه کړې ده.

په همدې حال کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند جان کربي په یوې اعلامیې کې د برید د غندلو ترڅنګ ویلي چې امریکا به د پاکستان د حکومت او خلکو سره ولاړه وي، او په سیمه کې د تروریزم پر ضد مبارزې ته کلکه ژمنه ده.

د پاکستان لومړي وزیر نواز شریف هم دا برید غندلی او هغه یې یو ډارن عمل بللی دی.

اخوا، د بلوچستان ایالت ویاند انور الحق کاکړ د افغانستان او هند استخبارات په دغه برید کې په لاس لرلو تورن کړل.

ښاغلي کاکړ د امریکا غږ اشنا ته وویل چې د دوی لومړنۍ څېړنې ښکاره کوي، چې بریدګر افغانان دي او له افغانستان نه یې لارښونه کېدله.

XS
SM
MD
LG