د لاس رسي وړ اتصالات

م.م. ته لیک: د افغانستان پر خاورې د پاکستان د بریدونو له امله خبرتیا


دغه لیک د "اید میموري" تر عنوان لاندې د ملګرو ملتونو په آدرس لیکل شوی دی.
دغه لیک د "اید میموري" تر عنوان لاندې د ملګرو ملتونو په آدرس لیکل شوی دی.

د امریکا غږ داسې یو لیک ترلاسه کړی چې پکې ملګرو ملتونو ته د افغانستان پر خاورې د پاکستان د توغندي بریدونو او بمباریو له امله په یو ډول شکایت شوی دی.

دغه لیک د "اید میموري" تر عنوان لاندې د ملګرو ملتونو په آدرس لیکل شوی دی.

"اید میموری" په نړیوالو اړیکو هغه متن ته ویل کیږي چې په غیر رسمي توګه د غړو هېوادونو د استازو په منځ کې د بحث لپاره ویشل کیږي داسې چې د لیک اصلي مرجع د لیک منځپانګې ته ژمنه نه وي.

ظاهراً ښکاري چې لیک د ملګرو ملتونو کوم لوړپوړي مقام ته لیکل شوي وي.

د لیک په یوې برخې کې راغلي چې پاکستاني پوځیانو په تیرو دوو میاشتو کې د افغانستان ځکمنۍ پشپړتیا ته په نه پام ددغه هېواد په ختیځو ولایتونو توغندي ورولي او بمبارۍ یې کړي دي.

په لیک راغلي: "ښایې تاسې جلالتمآب د راپورونو له مخې خبر یاست چې له پاکستان سره د ډیورند د کرښې په اوږدو کې د افغانستان په ختیځو ولایتونو کې امنیتي حالات په خرابیدو دي."

په لیک د ننګرهار ولایت د لعلپورې او ګوشتې او د کونړ ولایت د سرکاڼو او خاص کونړ ولسوالیو نومونه اخیستل شوي چې د لیک پر اساس د پاکستاني پوځیانو د بریدونو له امله زیانمنې شوې دي.

ددغه لیک په حواله په یادو ولسوالیو کې د پاکستان د توغندي بریدونو په پایله کې ګڼو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی، د استوګنې کورونه ویجاړ شوي او ډير شمیر خلک د خپلو مېنو پرېښودو ته مجبوره شوي دي.

په لیک کې د افغانستان د حکومت په استازیتوب د پاکستان د کړنو له امله ژوره اندېښنه ښودل شوې ده.

همدارنګه په لیک کې تمه ښودل شوې چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا د نړیوالو قوانینو په رڼا کې د پاکستان د بریدونو پر وړاندې مناسب ځواب ورکړي.

د پاکستان حکومت ددغه لیک په غبرګون کې له زیاتې تبصرې ډډه کړې.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي: "موږ [پاکستان] پدې اړه اوریدلي او موږ هغه وخت ځواب ورکولی شو چې پدې اړه یو رسمي څه ترلاسه کړو."

پدې وروستیو کې د پاکستان لخوا د افغانستان پر خاورې توغندويي بریدونو د کابل او اسلام آباد ترمنځ اړیکې له پخوا زیاتې ترینګلې کړې دي.

د پاکستان د سند ایالت په لال شهباز قلندر زیارت کې له ځانمرګي برید وروسته اسلام آباد د تورخم، چمن او غلام خان دروازې وتړلي او ورسره یې د افغانستان د ختیځو ولایتونو پر یو شمیر ولسوالیو توغندي وویشتل.

اوسمهال د تورخم او چمن دروازې د دوو ورځو لپاره د مساپرینو د تګ راتګ لپاره پرانېستل شوي دي.

XS
SM
MD
LG