د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان او بنگله دیش دیپلوماتان شړلي


د پاکستان او بنلګه دیش اړیکې له پخوا کړکیچنې وې
د پاکستان او بنلګه دیش اړیکې له پخوا کړکیچنې وې

د بنگله دیش د بهرنیو چارو وزارت یو مقام شهریار علم ویلي چې په اسلام آباد کې د بنگله دیش د سفارت سیاسي سلاکار ماوشومي رحمن د پاکستاني مقاماتو له لورې "غیر مطلوب شخص" گڼل شوی دی.

ښاغلی علم وایي پاکستاني مقاماتو د ښاغلي رحمن د ایستلو په هکله بنگله دیش ته زیات څه نه دي ویلي او کوم سم دلیل یې هم ندی وړاندې کړی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په دې اړه له تبصرې ډډه کړې او دا یې هم نه دي تائید کړي چې ښاغلي رحمن ته له پاکستان نه د وتلو امر شوی.

د بنگله دیش د بهرنیو چارو وزارت یو چارواکي د نوم د نه څرگندولو په شرط ویلي چې د پاکستان دا کار "غچ اخیستنه" ده.

د پاکستان او بنگله دیش ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو کړکیچ هغه وخت زور واخیست چې د نومبر په میاشت کې بنگله دیش د مخالف گوند دوه مشران په ١٩٧١ کال کې د بنگله دیش او پاکستان د بیلتون په جگړې کې د بشري ضد جرایمو په تور اعدام کړل. هغه وخت د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په دغه اعدامونو ژوره اندیښنه څرگنده کړې وه.

د تیر دسمبر د میاشتې په پای کې پاکستان د بنګله دیش په پلازمینه ډاکه کې د خپل هیواد د عالي کمیشنرۍ یوه دیپلوماته فرینا ارشاد له هغه هیواد څخه وروسته له هغې وایستله چې بنگله دیشي مقاماتو هغه په جاسوسۍ او د اسلامي سازمانونو په تمویلولو تورنه کړه.

پاکستان ویلي چې میرمن ارشاد یې وروسته له هغې له بنگله نه وایستله چې د بنگله دیشي مقاماتو له لورې " په پرله پسې توگه ځورول کیدله". پاکستان دوه ځلې د بنگله عالي کمیشنر په دې تړاو د اعتراض لپاره ورغوښتی و.

د ٢٠١٣ کال راهیسې د بنگله دیش د جماعت اسلامي گوند درې مشران د پاکستان او بنگله په جگړه کې په بشري ضد جرمونو محکوم شوي او اعدام شوي دي. د چارشنبې په ورځ د بنگله سترې محکمې د هغه هیواد د ستر اسلامي گوند، جماعت اسلامي د مشر مطیع الرحمن نظامي د اعدام د سزا عملي کول وځنډول.

XS
SM
MD
LG