پاکستاني چارواکی وایی چی د تروریزم ضد یوی محکمی د پخوانۍ صدراعظمی بینظیر بوتو په قتل کی دلاس لرلو په تور یی د پخواني جمهور ریس پرویز مشرف د بندی کولو امر ورکړئ دئ.
د دی دوسیی د څیړلو څارنوال ذلفقار علی چودري نن وویل چی په ښاغلي مشرف باندی الزام لګیدلئ چی د میرمن بوتو د قتل په دسیسه کی شامل ؤ خو په دی اړه یی نور تفصیل ورنکړ.
ښاغلي مشرف په وار وار هغه تورونه رد کړی چی ګواکی د میرمن بوتو په قتل کی لاس لري او یا دا چی د هغی د حفاظت لپاره یی پوره هڅه نه وه کړې.
چارواکی وایی چی قاضي رانا نثار احمد نن امر ورکړ چی ښاغلئ مشرف دې د فبرورۍ په نولسمه نیټه محکمی ته حاضر شي، خو داسی ښکاري چی مشرف به دغه د محکمی حکم و نه مني
د هغه ویاند محمد علی سیاف نن د الجزیری ټلویزیون ته وویل چی دا الزامونه واقعیت نلری او زیاته یی کړه چی ښاغلئ مشرف به یوازی هغه وخت محکمی ته حاضر شی چی وخت یی راورسیږی
ښاغلئ مشرف د دوو کالو نه زیاته موده کیږی چی په لندن کی او دوبۍ کی په خپله خوښه په تبعید کی ژوند کوي .
بینظیر بوتو د ٢٠٠٧ م کال د ډسمبر په ٢٧ مه نیټه په راولپنډۍ کی د انتخاباتي مبارزې په وخت په ګولۍ او ځان مرګي حملی په قتل ورسیده.
ه.