د لاس رسي وړ اتصالات

په پیښور کې د پولیسو تاڼې باندې د موټر بم چاودنې کې 6 تنه وژل شویدي


په پیښور کې د پولیسو تاڼې باندې د موټر بم چاودنې کې 6 تنه وژل شویدي

په پیښور کې د پولیسو تاڼې باندې د موټر بم چاودنې کې 6 تنه وژل شویدي

طالبانو د هغې مرګانۍ حملې مسؤلیت په غاړه اخېستې دی چې دخېبر پښتونخوا د پېښور په ښار کې ېې دپولېسو په ېوه سرمامورېت باندې وکړه.

په دغه حمله کې چې نن وشوه او شپږ تنه پولېسان مړه شوي دي ،پولېسو ووېل چې ېوه ځان وژونکي خپل موټر چې ٣٠٠ کېلو ګرامه چاودېدونکي مواد ېې په کې ځاې پر ځاې کړي ؤ، د پولېسو دېوه سرمامورېت سره ټکر کړ. پولېسو او عېني شاهدانو ووېل دسرمامورېت ودانئ راولېدله او بالکل هواره شوه.

تقرېبا دېرش تنه په دغه مرګانئ چاودنه کې زخمېان شوي دي. چاودنه دومره سخته وه چې دشاوخوا ودانېو کړکئ ېې ولړځولې.

پاکستاني طالبانو دتېرو څو ورځو په دوران کې دېو لړ وژونکو حملو مسولېت په غاړه اخېستلې دی.

دطالبانو ېوه وېاند نن ووېل چې دغه مرګانئ حمله د هغو د حملو ېوه برخه وه چې مقصد ېې په پاکستان کې د امرېکاېې ځواکونو په لاس د روانې مېاشتې په سر کې د القاعدې دمشر اسامه بن لادن د مرګ بدل اخېستل ؤ.

طالبانو په کراچئ د دوشنبې په ورځ دپاکستان دسمندري پوځ په ېوه اډه باندې دحملې مسوولېت هم منلې دی. په دغه حمله کې دپاکستان دسمندري پوځ ١٠ تنه افراد ووژل شول او دوه پرونده اکتشافي الوتکې چې په امرېکا کې جوړې شوې وې، وسوځول شوې.

په کراچئ کې دپاکستان دسمندرې ځواکونو په اډه باندې دطالبانو حملې دپاکستان پوځ دلا زېات خجالت او شرمندګئ سره مخامخ کړی دی. دپاکستان په پوځ باندې مخکې له دې امله ډېر انتقادونه شوې ؤ چې ولې ېې ونه شوکولی دامرېکاېې کوماندوګانو دحملې مخه ونېسي.

ددغې حملې نه وروسته دامرېکا او پاکستان اړېکې ډېرې سړې شوې دي. دپاکستان پوځ نن اعلان وکړ چې په کراچئ کې دسمندري پوځ د هغه اډې قوماندان برطرفه شو چې طالبانو پرې د دوشنبې په ورې برېد کړې ؤ.

XS
SM
MD
LG