د لاس رسي وړ اتصالات

د خیبر پښتونخوا د هنګو په ښار کې چاودنه کې 24 تنه وژل شوي


د خیبر پښتونخوا د هنګو په ښار کې چاودنه کې 24 تنه وژل شوي
د خیبر پښتونخوا د هنګو په ښار کې چاودنه کې 24 تنه وژل شوي

د پاکستان پولېس واېې چې نن دخېبر پښتوخوا دهنګو په سېمه کې دپولېسو ېوې ټاڼې سره نژدې دېوې مرګانئ حملې له امله کم ترکمه ٢۴ کسان ووژل شول.

په تېرو څو ورځو کې دا دوهمه غټه حمله ده چې په خېبر پښتونخوا کې کېږي. پولېسو ووېل چې ۴٥ کسان زخمېان شوي دي.

له بلې خوا:

یوه پاکستانې نژاده امرېکايې، ډېویډ کولمېن هیډلي، چې په کال ٢٠٠٨ مېلادي کې یې په مومبئ کې په وژونکو حملو کې لاس لرل منلي دي، پرون یې ېوې امرېکایې محکمې ته د خپلې ګواهۍ پر وخت وویل چې د حملو نه مخکې هغه د ښار ځیني سیمې وکتلې او هدفونه یې په نښه کړل. نوموړی وایي چې د پاکستان د ای ایس ای استخباراتي ادارې هغه ته ددغه کار د سرته رسولو لپاره استخدام کړی وو.

ډېوېډ هیډلي پرون محکمې ته وویل چې ډ ینمارک ته یې سفر وکړ او د ېوې ډنمارکۍ ورځپاڼې د دفتر وېډیويې تصوېرونه یې وویستل چې څو کاله مخکې ېې د رسول اکرم خیالي کارتونونه چاپ کړي وو.

ډېویډ هېډلي چې دا وخت په امریکا کې بندي دی، اوس په یوه محکمه کې د یوه بل پاکستاني الاصله امريکايې تاجر، تهور رانا، په خلاف د امریکا د حکومت یو مهم ګواه دی.

په تهور رانا باندې امریکایې چارواکو دا تور لګلولی چې په مومبۍ باندې یې د حملې لپاره له حمله کوونکو سره مرسته کړې وه.امریکایې څارنوالانو د رانا پر خلاف د ګواهۍ په بدل کې د ډېوېډ هېډلي سره د هغه د سزا د کمولو وعده کړې ده.

ډېوېډ هېډلې محکمې ته ووېل چې روزنه ورته د پاکستان عسکري استخباراتو،ای ایس ای ورکړې وه. نوموړی وایي چې د پاکستان د لشکر طېبه ډلې ورته وسلې او پېسې برابرې کړې وې. په ٢٠٠٨ میلادې کال کې په مومبئ باندې د حملو په نتېجه کې ١٦٨ کسان ووژل شول، چې ٦ تنه امریکایان هم په کې شامل وو.

XS
SM
MD
LG